.jpg)
د افغانستان المپيک ملي کمېټې لهخوا نن د ۱۶ ورزشي رشتو ۱۲۰ کسیزه ورزشي ډله – چې د ۱۹ روزونکیو په شمول پهکې ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي شامل دي ـ نن په ۱۸م پړاو اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون لهپاره جاکرتا ته روانه شوه.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې د ویاند منورشاه شهزاد په وینا، افغانستان به په ځغاسته، لامبو وهنې، باسکېټبال، غېږنیونې، تکواندو، پراشوټاوچتونې، بیډمنټون، جوجیستو، جودو، کراټې، سوکوهنې، وزناوچتونې، ووشو، والیبال، رګبي او کورش برخه کې سیالۍ وکړي.
په همدی حال کې د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو لهمخې، په سږنیو اسیایي المپیک سیالیو کې به له افغانستانه په ۱۴ ورشي رشتو کې ټولټال ۶۵ لوبغاړي – چې ۸ یې ښځینه او ۵۷ یې نرینه دي – ګډون وکړي.
.jpg)
د اندونیزیا په کوربتوب د سږ کال ۱۸م پړاو اسیایي المپيک سیالۍ د روانې اګست پر ۱۸مه نېټه پیلېږي چې د افغانستان په ګډون پهکې د ۴۵ اسیایي هېوادونو زرګونه لوبغاړي په ۴۲ ورزشي رشتو کې د سېپټمبر تر ۲مې نېټې سیالۍ وکړي.
په همدې حال کې افغان ولسمشر محمداشرف غني اندونیزیا ته له روانېدو مخکې ګډونوالو لوبغاړیو سره په لیدنه کې د یو حکم په ترڅ کې د نغدو جایزو منظوري ورکړه او لوبغاړي یې وهڅول چې هېواد ته مډالونه راوړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، ښاغلي غني افغان لوبغاړو ته وویل که د سږ کال اسیایي المپیک سیالیو څخه د سرو زرو مډال وګټي نو ترټولو ستره ۱۰ زره امریکایي ډالره نغده جایزه به ورکړي.
دغه راز په لیدنه کې د سپینو زرو مډال ګټونکیو افغان لوبغاړیو ته د ۷ زرو امریکایي ډالرو او د برونزو مډالګټونکیو لوبغاړیو ته بیا د ۵ زرو امریکایي ډالرو جایزې اعلان شوې.
.jpg)
ولسمشر غني افغانلوبغاړي تشویق کړل چې خپل ټول توان په کار واچوي او پهدې سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره د افغانستان نوم روښانه کړي.
ولسمشر غني دغه راز وویل چې د افغانلوبغاړیو لوبې به وڅاري او تمه لري چې د دې سترو اسیایي سیالیو پرمهال د افغانلوبغاړیو په اړه ښه خبرونه واوري.
افغانستان د سویليکوریا په کوربتوب په تېر ۲۰۱۴ کال اسیایي المپیک سیالیو کې د ۴۷ ګډونوالو افغانلوبغاړیو پهواسطه یوازې ۲ مډالونه ګټلي وو چې په کرکټ کې د سپینو زرو او د تکواندو ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د احمد رومان عباسي افغانستان ته د برونزو مډال ګټلی و.





