د افغانستان سوداګریز کرکټ‌لیګ لومړی پړاو به اکتوبر کې وشي

 

ټاکل شوې‌ده، سږ کال د (IPL-BPL-BBL-CPL) سوداګریزو کرکټ‌لیګونو په څېر د افغانستان کرکټ بور او افغانان هم د یو سوداګریز کرکټ‌لیګ خاوندان شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل پرون په همدې موخه د یوې غونډې په ترڅ کې د هندوستان له (SINXER SPORTS) کمپنۍ له مشر ویکاس سره تړون لاسلیک کړ او په نوي ډهلي کې مېشتې دغه کمپنۍ د افغانستان کرکټ بورډ د پانګونې په برخه کې همکاره شوه.

ښايي د افغانستان لومړی پړاو (AT20PL) لومړی پړاو سیالۍ به د روان کال اکتوبر کې د عربي اماراتو په کوربتوب وشي.

د سنیکسر سپورټس کمپنۍ د مسوولانو په وینا، د افغانستان په شل اوریز پریمیرلیګ سیالیو کې به ۵ لوبډلې ګډون ولري چې له نږدې ۱۸ ـ ۲۱ ورځو پورې ۲۳ سیالۍ وکړي.

ویل کېږي چې په‌دې سوداګریز کرکټ‌لیګ کی به ګډونوالې لوبډلې دوه ځلې یو بل سره په تګ او راتګ پړاو کې لوبې وکړي.

د کمپنۍ مسوولانو دغه راز وویل، په‌دې سیالیو کې به له ۱۸ نیولې تر ۲۴ پورې مشهوره بهرني او له ۷۵ نیولې تر ۱۰۰ پورې د افغانستان کورني لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.

د مسوولانو په وینا، دغو سیالیو کې به د افغانستان لوبغاړیو ترڅنګ د پاکستان، سریلانکا، بنګله‌دېش، سویلې افریقا، اسټرالیا، ویسټ‌انډيز، انګلستان، نیوزیلینډ، زمبابوی او ایرلینډ هېوادونو لوبغاړي ولوبېږي چې په کافي اندازه پیسې به ترلاسه کړي.

دغه راز د سیالیو د ژوندي بهیر خپرولو له‌پاره د هندوستان سوني او سټار سپورټس ترڅنګ د اسټرالیا فوکس سپورټس او افغانستان ۱ تلوېزیون څخه به یوه شبکه د زیاتو پیسو او ښه امکاناتو په وړاندې کولو سره د دې سیالیو د خپرولو حقوق ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل په‌خپلو خبرو کې وویل چې افغان شل اوریز پریمیرلیګ به نه یوازې افغان کرکټ بورډ ته د کال میلیونه ډالر ګټه راوړي تر څنګ به یې افغان لوبغاړیو ته د نړۍ د مشهورو لوبغاړیو ترڅنګ او د هغوی خلاف د لوبېدو زمبنه برابره کړي او هم به نړیوالو ته د افغانستان ریښتونی انځور وړاندې کړي.

دغه راز د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق‌الله ستانکزي هم غونډې کې وویل چې د تېرکال په څېر سږ کال هم په ښه زېري پیلېږي او د دوی خوب یو بل په پسې په حقیقت بدلېږي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان شل اوریز پریمیرلیګ به په نړیوال معیار برابر لیګ وي او د دوی موخه ده چې دغه لیګ په راتلونکي کې د نړۍ په کچه په درېیوو بهترینو کرکټ لیګونو کې ودروي.

د ښاغلي ستانکزي په باور، د افغانستان شل اوریز پریمیر لیګ به تر راتلونکیو ۶ کلونو پورې افغان کرکټ بورډ ته کم ترکمه ۱۲ او زیات نه زیات تر ۴۰ میلیونه ډالرو خالصه ګټه ولري.

د یادونې ده چې د تېرو پرله‌پسې ۶ کلونو راپه‌دې‌خوا افغان‌ کرکټ بورډ په کابل کې د (شپږیزې) تر نامه لاندې شل اوریز سوداګریز کرکټ‌لیګ کوي چې په وروستیو ۲ پړاونو کې په‌کې بهرني لوبغاړي هم ولوبېدل؛ خو دا به لومړی ځل وي چې افغان کرکټ بورډ په نړیوال معیار برابر، د نړۍ مشهورو لوبغاړو په موجودیت او په نړیوالو لوبغالو کې خپل لومړی پړاو شل اوریز پریمیرلیګ سیالۍ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام