د فوټبال اسیایي شورا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼه له مخې د افغانستان فوټبال لخوا زهرا مهري د اسیا فوټبال شورا په کلنۍ غونډه کې ددې شورا د ښځینه فوټبال ۵ کسیزې اجرایوي کمیټې د غړې په توګه اعلان شوه.
زهرا مهري د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا د مرکزي اسیا فوټبال ادارې لخوا دغې دندې ته نومول شوې وه.
د اسیایي فوټبال ښځینه اجرایوي کمیټه کې له اسیا زون څخه اسټرالوۍ مویا ډوډ ، له ختیځ زون څخه کوریایۍ هان یون ګویونګ، له لویدیځ زون څخه فلسطینۍ سوسان او له سویل زون څخه بنګله دیشۍ محفوظه اختر دغړو په توګه اعلان شوي.
دیادونې وړ ده چې د فوټبال اسیایي شورا کلنۍ غونډه د بحرین په پلازمینه مناما ښارکې ترسره شوه چې په کې ددې شورا عمومي اوسنی مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه بیا ځلي د راتلونکو ۴ کلونو له پاره ددې شورا مشر وټاکل شو.
ویل کېږي چې سلمان ددې دندې لپاره یواځینی نوماند و، چې بغیر له کومی سیالۍ به تر ۲۰۱۹ کال پورې ددې شورا مشري وکړي.
شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه د فوټبال اسیایي شورا د بیا مشر ټاکل کېدو وروسته د ګډون کوونکو غړو هیوادونو فوټبال مشرانو ته وویل چې "ستاسې له اعتماد څخه منندوی یم او دا په دې مانا چې زما له کارونو خوښ یاستۍ."
دغه راز د فوټبال اسیایي شورا په دې کلنۍ غونډه کې د فوټبال نړیوالې شورا لپاره هم د اسیایي فوټبال شورا لخوا د رایو له مخې شیخ احمد فهد الحمد الصباح ، کوهزو تاشیما او شاه عبدالله ونومول شول.
دیادونې وړ ده چې د فوټبال اسیایي شورا په دې ۲۶ مې کلنۍ غونډه کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم، د فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سید علي رضا اقازاده او زهرا مهري هم برخه اخیستی وه.
دیادونې وړ ده چې د فوټبال اسیایي شورا دغه کلنۍ غونډه د اپریل په ۳۰ مه نیټه د اسیا غړو هیوادونو فوټبال مشرانو ترمینځ ترسره شو





