.jpg)
د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د فوټبال استازو، پخوانيو لوبغاړو، روزونکو، د مدني ټولنې غړو، او لوبغاړو د بدني روزنې رياست مخې ته د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ټاکنو غوښتو لهپاره د تحصن خېمې درولې دي.
تحصن کوونکیو د پرېکړه ليک په لوستو غوښتنه وکړه چې د افغانستان فوټبال فدراسيون په لوى لاس د فدراسيون مشرۍ لهپاره ټاکنې ځنډولي دي.
د تحصن کوونکو خېمو ته د افغانستان د بدني روزنې ريس حفيظالله ولي رحيمي هم ورغلى و چې د دوى په استازيتوب يې د خوست او بلخ ولايتونو فوټبال فدراسيونونو له مشرانو د اعتراض کوونکیو غوښتنې واورېدلې.
تحصن کوونکیو د افغانستان د بدني روزنې رياست څخه غوښتنه وکړه چې د نورو فدراسيونونو په څېر د افغانستان د فوټبال فدراسيون ټاکنې هم ترسره کړي.
.jpg)
د بدني روزنې او د المپيک ملي کمېټې مشر حفيظالله ولي رحيمي له تحصن کوونکیو سره ژمنه وکړه د نورو فدراسيونونو په څېر د فوټبال فدراسيون ټاکنو ته هم ژمن دي او ډېرژر به د فوټبال نړۍوالې شورا او افغان فوټبال فدراسيون سره په همغږۍ د ټاکنو لهپاره نېټه وروستۍ او اعلان کړي او هم به د لوبغاړو ټول حقوق اعاده کړي.
د ښاغلي رحيمي په وينا، له ولسمشر اشرف غني سره د المپيک نړۍوالې شورا د مشر لیدني او موافقې په اساس د افغانستان فوټبال فدراسيون د مشرۍ لهپاره ټاکنې د بدني روزنې رياست لهپاره کومه استثنا نهلري خو بايد د ټاکنو پرېکړه د افغانستان فوټبال فدراسيون عمومي مجمع وکړي چې ورسره به د بدني روزنې رياست د امکاناتو او اسانتياوو په برابرول کې پوره ـ پوره ملاتړى وي.
په همدې حال کې د فوټبال فدراسيون بيا وايي، د مشرۍ لهپاره ټاکنې د فوټبال نړۍوالې شورا ته متظرې دي چې ورته نېټه اعلان کړي.
د يادونې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسيون تېرکال فيفا ته د سياسي لاسوهنو شکايت وکړ چې لهمخې يې بيا د فوټبال نړۍوالې او اسيايي شورا غړي افغانستان ته راغلل او د ټولو اړخونو سره د ليدنو وروسته يې د افغان فوټبال فدراسيون ټاکنې و ځنډولې چې په يو مناسب وخت کى به ورته نېټه اعلان شي.





