افغانستان نمیبیا ته په ماتې ورکولو د لویو وچو جام درېیم مقام ته ورسېد

افغان کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان په (ګریټرنویډا) کرکټ نړیوال لوبغالي کې میلمنې نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې ته په اسانۍ سره په یو اور او ۳۶ منډو ستره ماته ورکړه.

په دې بریا سره افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت پیل شویو لویو وچو (انټرکانټېنېنټل جام) څلور ورځنیو سیالیو کې له ۵م مقامه ۳م مقام ته ورسېدله.

افغانستان په لومړي وار مخکیوالي سره د لوبې لومړي ۶ او ورپسې د لوبې په ګټلو سره پاتې ۱۴ نور امتیازونه وګټل او په دې سره یې د لوبې ټول ۲۰ امتیازونو له ګټلو سره هانګ کانګ لوبډله له درېیم مقامه ګوزار کړه.

د هندوستان په (ګریټر نویډا) لوبغالي کې په لومړۍ ورځ نمیبیا د پچې له ګټلو وروسته، خپله لوبه وکړه او ټوله لوبډله د نبي عیسی خېل د ۵ وېکټو په اخسیتلو سره په ۱۷۲ منډو وسوځېدله.

په ځوابي لوبه کې افغانستان د شهزاد محمدي د سلیزې ۱۳۹ منډو په واسطه په ۳۳۴ منډو وسوځېدله او ۱۶۲ منډې مخکیوالې يې ترلاسه کړ، چې په درېیمه ورځ نمیبیا په خپل دویم وار هم د افغانستان د لومړي وار منډې پوره نه شوې کړی او ستره ماته یې وخوړله.

د سیالۍ غوره لوبغاړی افغان وېکټ ساتونکی اوپنر توپ وهونکی شهزاد محمدي ونومول شو، چې د سلیزې په واسطه یې افغانستان ته د نمیبیا پر خلاف مخکیوالې ورکړ.

 ځوان ظاهرخان هم د ښې راتلونکې ثبوت وړاندې کړ، چې په لومړي اور یې ۳ او په دویم اور یې د نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل شو، چې ځوان چپ لاسی کرار توپ اچوونکی ظاهرخان په نړیواله څلور ورځنۍ سیالۍ کې د افغانستان له پاره په یوه پاڼۍ کې ۵ او او ټولې لوبې کې په ۸ وېکټو اخیستلو بریالې کېږي.

له دې وړاندې ځوان چپ لاسي کرار توپ اچوونکي ظاهرخان په خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه کې په تېر ۲۰۱۵ کال کې په شارجه کې د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف ۷ لوبغاړي سوځولي وو.

په روان جام کې تراوسه د ایرلینډ دفاعي اتله کرکټ ملي لوبډله له ۳ لوبو وروسته، په ۳ بریاوو او ۶۰ امتیازونو سره لومړی، هالینډ له ۳ لوبو وروسته، په ۲ بریاوو او یوې ماتې سره په ۴۶ امتیازونو سره دویم؛ خو افغان لوبډلې بیا په ۴۱ امتیازونو سره د درېیم مقام په ترلاسه کولو د هانګ کانګ لوبډله شاته پرېښودله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام