افغانستان د کرکټ روان کال په بریا سره پای ته ورسولو

افغان کرکټ ملي لوبډلې د شهزاد محمدي د تاریخي لوبې په واسطه د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې بشپړ غړیتوب لرونکي زمبابوی لوبډلې ته یو ځل بیا ماتې ورکړه.

په دې بریا سره افغان کرکټ ملي لوبډلې روان ۲۰۱۵ م کال د ټېسټ لوبډلې زمبابوی پر خلاف په بریا سره پای ته ورسولو او د راتلونکې کال له پاره یې نورو لوبډلو ته د خطر زنګ ورکړ.

که څه هم د افغانستان له پاره سیالۍ کې د پنځلس کلنې تجربې لرونکي لوبغاړي نوروزمنګل، اصغر ستانکزی او سمیع الله شینواري د نجیب الله ځدران تر څنګ ناکام شول، خو شهزاد محمدي نږدې ۳ ساعته نه ستړې کېدونکې لوبه وکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډله د شارجې په لوبغالي کې مېلمه لوبډله په ۴ وېکټو له ماتې سره مخ کړه او په دې سره یې په روانه لړۍ کې ۲ د ۰ پر وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی اوپنر بیټسمین شهزاد محمدي شو، چې د لوبې له پیله تر پایه ولاړ و او د ۷ څلوریزو او ۸ شپږیزو په وهلو یې د ۱۳۱ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره، د افغانستان له پاره د زمبابوی له خوا د ۲۵۴ منډو هدف د لوبې په ۴۸ م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو، ترلاسه کړ.

په لوبه کې شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ په تاریخ کی په یوه لوبه کې د نوروزمنګل د ۱۲۹ زیاتو منډو ریکارډ هم مات کړ، چې په ۱۳۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په لوبه کې د افغانستان له پاره لومړی دولت ځدران د ۳ وېکټو په اخیستلو سره، د خپلو ویکټو شمېر پنځوس ته ورسولو، چې ترڅنګ یې لومړی لوبه کوونکی روښان بارکزی او نبي عیسی خېل هم دوه – دوه وېکټې واخیستلې.

دغه راز نبي عیسی خېل ۳۳، نورعلي ځدران ۳۱ او میرویس اشرف بیا ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، خو نوروزمنګل په ۸، اصغر ستانکزی په ۱، سمیع الله شنیواری په ۴ او نجیب الله ځدران په ۹ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

دغه راز شهزاد محمدي د دویمې درجې هېوادونو په ډله کې لومړی لوبغاړی دی، چې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۸ شپږیزې وهي.

شهزاد محمدي په خپلو خبرو کی وویل، چې وېکټ د لوبې له پاره اسانه نه وه، د دوی بالرانو د زمبابوی په ایسارولو کی ښه توپوهنه وکړه او د ټېسټ لوبډلې زمبابوی پر خلاف سر په سر ۲ بریاوې د افغانستان کرکټ له پاره د ویاړ ځای دی.

دغه راز کپټان اصغرستانکزي د شهزاد محمدي د لوبې ستاینه وکړه، خو دا یې ومنله چې د لوبډلې منځنۍ لیکي لوبغاړي یې ناکامه شول او تمه یې وښودله، چې راتلونکو سیالیو کې به ښه وځلېږي.

په وروستیو بریاوو سره افغانستان په خپل کرکټ تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په دې بریالې شو، چې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې لسم مقام ونیسي، چی په نورو بریاوو سره دغه مقام لا پسې پیاوړی کړي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان او زمبابوی د روانو سیالیو د لړۍ درېیمه نړیواله لوبه د راتلونکې ۲۰۱۶م کال جنورۍ میاشتې په ۲ مه نېټه په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کی وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام