کاناډایۍ ښځینه ټینس لوبغاړې «جیني بوچارډ» د ماشومتوب د وخت روسۍ ایډیالې لوبغاړې «ماریا شرفووا» ته ماته ورکړه او خپله جذبه یې د شرفووا په بېسارې تجربې برلاسې کړه.
د فاکس سپورټس د راپور له مخې، د ټینس دا لوبه د دواړو ښځینهوو ټینس لوبغاړیو ترمنځ د هسپانیې په کوربتوب د «مادریډ ماسټرز» په ښځینه ټینس سیالیو کې وشوه.
جیني بوچارډ ۷ د ۵ ، ۲ د ۶ او ۶ د ۴ امتیازونو پر وړاندې له ۳ څخه په ۲ سیټونو کې بریالۍ شوه. د سترو ګرانډ سلام ۴ ځلي اتلولې شوې او د ښځینه ټینس پخوانۍ لومړۍ درجه شرفووا یې له ماتې سره مخ کړه او نړۍ یې حیرانه کړه.
.jpg)
روسۍ ماریا شرفووا چې پخوا د ښځینه ټینس لومړۍ لوبغاړې وه؛ له ۲ کلن بندیز وروسته ټینس نړۍ ته راستنه شوېده.
دا چې شرفووا اوسمهال د ټینس په نړۍ کې ۱۸۶م مقام لري؛ نو د نړۍ په سترو ښځینه ټینس سیالیو کې د لوبېدلو چانس هم نهلري؛ خو نوموړي ته د (وایلډ کارت) پهواسطه د لوبېدلو چانس ورکړل شوی و، چې کاناډایۍ جیني بوچارډ یې سخت مخالفت هم کړې وو او د خپل مخالفت زور یې شرفووا ته په ماتې ورکولو سره وښود.
.jpg)
جیني بوچارډ روسۍ ماریا شرفووا د ناقانونه قوي درملو کارولو له کبله د ټینس او ورزش په نړۍ کی دوکه ورکوونکې لوبغاړې یاده کړی وه، چې د دواړو ترمنځ اړیکې هم ترینګلې شوېوې.
جیني بوچارډ د ماشومتوب د وخت د خوښې لوبغاړې روسۍ شرفووا ته د ماتې ورکولو وروسته هغې له خوشالۍ په هوا ټوپونه ووهل او په پايله کې یې د اصولو له مخې له روسۍ لوبغاړې سره روغبړ هم وکړ.
۳۰ کلنه روسۍ ماریا شرفووا اوسمهال په نړیواله کچه ۲۶۲م او کاناډایۍ ۲۳ کلنه جیني بوچارډ بیا په نړیواله درجه بندۍ کې ۶۰ مقام لري.





