یونس خان او مصباح الحق د وروستي له‌پاره پاکستان ته ولوبېدل

پښتون یونس خان او کپتان مصباح الحق د خپل هېواد په ګټه د وروستي ځل له‌پاره د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ډومنیکا په کوربتوب په درېیمه ټیسټ لوبه کې لوبې وکړې.

یونس خان په وروستۍ درېیمې ټیسټ لوبه کې په لومړي وار ۱۸ او په دویم وار ۳۵ منډې جوړې کړې؛ خو د لوبډلې کپتان مصباح الحق بیا په لومړي وار ۵۹ او په دویم وار یوازې ۲ منډې وکړلې.

دواړه لوبغاړي د پاکستانۍ او کوربه ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په ډله کې میدان ته په ورتګ او بېرته راتګ کې وستایل شول او له بېټونو جوړې شوې لارې په منځ کې تېر شول.

دغو دواړو پاکستانيو لوبغاړو پرېکړه کړې، چې نړیوال کرکټ یې همدومره وو او له دې وروسته به د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه لوبې ونه کړي.

د یادونې ده، چې پښتون لوبغاړی یونس خان د پاکستان کرکټ تاریخ لومړنی لوبغاړی دی، چې ټیسټ کرکټ کې یې ۱۰ زره منډې جوړې کړي دي.

نوموړی دغه راز د پاکستان په ګټه په ۳۴ ټیسټ سلیزو سره د پاکستانۍ کرکټ په تاریخ کې مخکښ لوبغاړی شمېرل کېږي.

د پاکستانۍ ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې کپتان مصباح الحق هم د پاکستان ټیسټ کرکټ تاریخ مخکښ کپتان دی، چې په کپتانۍ یې پاکستان په ټیسټ کرکټ کې لوړو څوکیو ته ورسېد.

دواړو لوبغاړو ته د پاکستان کرکټ بورډ ادارې د کار ورکولو ژمنه ورکړې او دغه راز مصباح الحق ته بیا کرکټ نړیوالې شورا د میچ ریفري وړاندیز هم کړی دی.

یونس خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ۱۱۸ ټیسټ سیالۍ کړي، د څه باندې ۵۴ اوسط سره یې د ۳۴ سلیزو په مټ ۱۰۹۹ منډې جوړې کړي، چې د پاکستان ټيسټ کرکټ په تاریخ کې ترټولو زیات کېچ اخیستونکی لوبغاړی هم وو.

مصباح الحق چې په "ټک، ټک" مشهور و؛ ۷۵ ټیسټ سیالیو کې ولوبېدلو څه کم ۵۷ اوسط سره یې د ۱۰ سلیزو په مټ ۵ زره او ۲۲۲ منډې جوړې کړي دي.

یونس خان په یوه ټیسټ لوبه کې زیاتې منډې ۳۱۳ خو کپتان مصباح الحق بیا د ۱۶۱ زیاتې منډې کړې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام