د سوک‌وهنې نړۍ ۲ ځلي اتل برنارډ هوپکینز لوبه پرېږدي

امریکایي سوک‌وهونکي برنارډ هوپکینز اعلان وکړ، چې د روان کال په وروستۍ ډېسمبر میاشت کې به د لوبیز تاریخ اخري سیالۍ وکړي.

د خپرو شویو راپور له مخې، هوپکینز اعلان کړی دی، چې د خپلې ۵۲ مې کالیزې پر ورځ به له ۲۷ کلن جوسمت سره په سیالۍ له ۲۸ کلن لوبیز ډګر سره مخه ښه وکړي.

برنارډ هوپکینز په ۱۹۸۸ کال کې د خپلې سوک‌وهنې لومړۍ نړیواله سیالي له کلنټن میچل سره وکړه، چې له ماتې سره په کې مخ شو، خو د روان کال ډېسمبر میاشتې پر ۱۷ مه نېټه له دغه ورزش څخه د تل له پاره رخصت شي.

ویل کېږي، برنارډ هوپکینز چې کله خپله لومړۍ نړیواله سیالي وبایلله؛ له هغې ۱۱ میاشتې وروسته د نوموړي راتلونکې سیال جوسمت وزېږېد.

امریکا په سوک‌وهونکي هوپکینزپه لوبیز ډګر کې ۲ ځلې د کم وزنه او منځ وزنه نړیوالو سوک‌وهنو سیالیو اتل هم اعلان شوی دی.

ټاکل شوې ده، د برنارډ هوپکینز او د هغه سیال جوسمت ترمنځ به د سوک‌وهنې دغه تاریخي سیالي د امریکا په لاس انجلیس کې وشي.

د برنارډ هوپکینز پر وینا، زیات کسان به زما اوسني عمر، هغه کلونه چی ما په کې د سوک‌وهنې سیالۍ وکړي او هغه څه چې ما په لوبیز ډګر کې وکړل؛ خو زه یوازې په یو شي پوه شوم، چې خپل سیال جوسمت په خپله وروستۍ نړیواله سیالي کې له پښو ګوزار کړم.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، برنارډ هوپکینز تر اوسه په نړیواله کچه ۶۴ سیالۍ کړي دي، چې د ۳۲ ناک اوټ بریاوو تر څنګ په ټولټال ۵۵ سیالیو کی ګټونکې اعلان شوی.

برنارډ هوپکینز مخکی له هغې چې ۲۰ ځلې له خپلې منځ وزنه اتلولۍ څخه دفاع وکړي؛ په ۱۹۹۵ کال کې د سوک‌وهنې اتل و.

دغه راز د هوپکینز امریکایي سیال جوسمت بیا له ۲۰۰۹ کال راهیسي په ۲۳ نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی، چې له له ۲۲ ګټل شویو سیالیو څخه یې ۱۸ په (ناک اوټ) ګټلي دي.

برنارډ هوپکینز د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۴ کال کې د دروند وزن نړیوالې اتلولۍ له پاره له روسي سیال سرګي کوالیف سره وکړه: خو د کمو امتیازونو له کبله بایلونکې اعلان شو.

دغه امریکایي لوبغاړي په خپل ۲۸ کلن لوبیز تاریخ کې د اوسکار، کزالګي او روی جونز په څېر له مشهورو سوک‌وهونکو سره هم سیالۍ کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام