افغان کرکټ ملي لوبډلې ته میدان په ډالرو فرش شو

د امریکې په متحده ایالاتو کې میشت یوه افغان مشهوره سوداګر عبدالبصیریاسیني اعلان وکړ، چې د انګلستان خلاف په نړیواله شل اوریزه لوبه کې به افغان لوبغاړي په زرګونه ډالرو ونازوي.

عبدالنصیر یاسیني سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په ۶ م پړاو۲۰اوریزه کرکټ نړیوال جام کې به د انګلستان خلاف سیالۍ کې تر ټولو ستره جایزه د ۱۰ زرو ډالرو ډالۍ کړي.

د نوموړي په وینا که دانګلستان خلاف د روانې مارچ میاشتې په ۲۳ مه نیټه په ډهلي کرکټ نړیوال لوبغالي کې کوم افغان لوبغاړی په (سلیزه) جوړولو بریالی شي، نو جیب به یې له ډالرو ډک کړي.

د یادونې وړ ده، چې دواړو افغانستان او انګلستان خپلې لومړۍ لوبې سریلانکا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ته بایللې دي.

یاسیني یو نړیوال سوداګر او د (سهارا وایرلیس) په نوم د مبایلو د یوه شرکت مشر دی او اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي.

د دغه سوداګر په وینا، په سلیزه جوړولو د ۱۰ زرو ډالرو انعام ترڅنګ به په نیمه سلیزه د ۳ زرو ډالرو او دغه راز د افغانستان له لورې په لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستونکي ته د ۵ زرو نغدو ډالرو جایزه ورکړي.

د سهارا وایرلیس شرکت مشر زیاته کړه، چې دا کار د هندوستان په کوربتوب په روان ۲۰۱۶ م  کال ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیوکې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د تشویق په موخه کوي.

یاسیني وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ بې ساری استعداد لري او په روان کرکټ نړیوال جام کې هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام (سوپرټین) پړاو لومړۍ لوبه کې بیګا شپه د ۶ ویکټو په توپیر له اتلولۍ دفاع کوونکې سریلانکایۍ لوبډلې نه ماتې وخوړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام