د کرېکټ چمپینزټرافي سیالۍ سبا انګلستان کې پیلیږي

د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د کرېکټ نړۍ د ۸ مخکښو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ اتم پړاو چمپینزټرافي سیالۍ سبا پيلیږي او دا سیالۍ ۱۸ ورځې دوام کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سبا ورځې په لومړۍ لوبه کې کوربه انګلستان د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ بجې له بنګله دېش سره لوبه کوي.

دواړو لوبډلو د وروستي ځل له‌پاره په ۲۰۱۵ کال کې په ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبه کړې وه، چې بنګله دېش انګلستان ته په ماتې ورکولو دغه لوبډله له نړیوال جام بهر کړې وه.

د اتلانو جام (چمپینزټرافي) کرېکټ سیالۍ په ۱۹۹۸ کال کې د لومړي ځل له‌پاره پیل شوې، چې په لومړيو کې "ای، سي، سي، ناک، اوټ" ټورنامنټ په نوم یادېدلې.

د دې سیالیو لومړۍ اتلولي سویلي افریقې ګټلې وه.

په بېلابېلو کلونو کې دغو سیالیو کې مختلفو لوبډلو ان د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې دویمه درجه لوبډلو کینیا، امریکې او هالینډ هم سیالۍ ترسره کړي دي.

اوس په دې سیالیو کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یوازې له کرېکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه لوبو ۸ مخکښې کرېکټ لوبډلې د لوبېدو چانس لري، چی د لومړي ځل له‌پاره بنګله دېش د ویسټ انډيز ځای نیولی دې.

د سږ کال ټورنامنټ له ۲۰۱۳ کال وروسته ترسره کېږي، چې اسټرالیا، نیوزیلینډ، انګلستان او بنګله دېش په لومړي او پاکستان، هندوستان، سویلي افریقه او سریلانکا بیا په دویم ګروپ کې لوبې کوي.

تراوسه په دې سیالیو کې دفاعي اتله هندوستان او اسټرالیا دوه ـ دوه ځلې په اتلولۍ ګټلو بریالي دي خو نیوزیلینډ، سریلانکا او ویسټ انډیز هم دغه سیالۍ یوـ یو ځل ګټلي دي.

د کرېکټ کارپوهان په دې اند دي، چې د نورو لوبډلو په پرتله اسټرالیا، هندوستان، سویلي افریقه او کوربه انګلستان د سږ کال جام د اتلولۍ ګټلو ډېر چانس لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام