ظاهرخان «ای. پي. اېل» کې له لوبېدلو پرته هېواد ته راستنېږي

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او د ځانګړی وړتیا چینامین توپ‌اچوونکی ظاهرخان پکتین د هندوستان په ۱۱م پړاو سوداګریزو «ای. پي. اېل» سیالیو کې د ټپي‌ کېدو له کبله له لوبېدلو پرته هېواد ته راستنېږي.

ظاهرخان په یوه ویډیوي پیغام کی ویلي، د تمریناتي لوبې پرمهال یې د توپ‌نیولو او ځان غورځولو په پایله کې اوږه ټپي شوې‌ده چې ډاکټرانو د یوې میاشتې د ارام مشوره ورکړې‌ده او له همدې کبله به په ۱۱م پړاو «ای. پي. اېل» سیالیو کې ونه لوبېږي.

ظاهرخان پکتین ویلي، د خپلې لوبډلې راجستان او راشدخان او نبي عیسی‌خېل په موجودیت کې د سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلو ترمنځ له نننۍ سیالۍ لیدلو وروسته به سبا بېرته هېواد ته راستون شي او خپله درملنه به پیل کړي.

هغه زیاته کړې‌ده، دغو سوداګریزو شل اوریزو کرکټ سیالیو ته ډېر لېوال و؛ خو ټپي کېدل د لوبې برخه ده او ښایي همدې کې یې خیر وي.

هغه ویلي، که ژر روغ شو؛ ښایي بېرته روان «ای. پي. اېل» سیالیو کې له خپلې لوبډلې یوځای شي؛ خو دا پریکړه به د ده د روغېدو او د راجستان لوبډلې د موافقې پورې تړلې وي.

ظاهرخان په‌خپل پیغام کې له مینه‌والو بښنه غوښتې چې د ده د لوبېدو او ښه ځلېدو په انتظار وو.

ظاهرخان پکتین د ۶ میلیونو هندیو کلدارو په بدل کې د ۲ کلن بندیز راستنې شوې راجستان رویلز لوبډلې له‌خوا اخېستل شوی و.

راجستان رویلز لوبډلې په‌خپله تر اوسه د ظاهرخان پکتین د ټپي کېدو او نه لوبیدو په اړه په‌خپله رسمي ټویټر او فېسبوک‌پاڼه کې څه نه‌دي ویلي.

د سږ کال ۱۱م پړاو «ای. پي. اېل» کرکټ‌سیالیو ته ۴ افغان لوبغاړي اخېستل شوي‌وو چې مجیب ځدران پرون د پنجاب په ګټه لوبه وکړه، محمد نبي عیسی‌خېل او راشدخان ارمان ښایي نن د لوبېدلو چانس ترلاسه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام