.jpg)
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي نن په یوې خبري غونډه کې د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانې لوبغاړی اسدالله خان د شفیقالله ستانکزي پر ځای د کرېکټ بورډ سرپرست اجرایوي مشر اعلان کړ.
عزیزالله فضلي پهخپلو خبرو کې وویل چې د کرېکټ بورډ مشرتابه د وړاندیز او د ولسمشر د فرمان پر اساس له افغان کرېکټ بورډ سره د اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي دنده پای ته رسېدلې ده.
ښاغلي فضلي وویل، اسدالله خان به د انګلستان په کوربتوب ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام تر پایه د شفیقالله ستانکزي پر ځای د دې دندې مسوولیت ولري او له هغی وروسته به د کرېکټ بورډ د غړیو د منظورۍ وروسته او د کرېکټ نړۍوالې شورا سره په همغږۍ د ۳ کلونو لهپاره اجرایوي مشر وټاکل شي.
ورته مطالب:
د افغان کرېکټ بورډ د راتلونکيو کلونو پلانونه
د کرېکټ بورډ نوي مشر د بېلابېلو ارزونو خبر ورکړ
د کرېکټبورډ د پورهوړیو نوملړ
اسدالله خان د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لهپاره د لوبېدلو ترڅنګ د کرکټ ملي لوبډلو سره د «ویډیو انلیست» او د غوراوي کمېټې غړي دندې هم ترسره کړيدي.
.jpg)
شفیق الله ستانکزی په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشر د فرمان پر اساس د کرېکټ بورډ د پخواني مشر نسیمالله دانش سره په ګډ مکتوب کې د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شو چې ۴ کاله یی دغه دنده ترسره کړه.
د کرېکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي شفیقالله ستانکزی یو کامیابه اجرایوي مشر وبللو او د افغانستان د کرېکټ لهپاره یې د هغه خدمتونه وستایل.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، د کرکټ بورډ لېری کړای شوی اجرایوي مشر اوسمهال د عربي اماراتو په کوربتوب د کرېکټ نړۍوالې شورا په غونډې کې برخه اخېستې ده.
ښاغلي فضلي د سلام وطندار د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کرېکټ بورډ د نورو غړیو په څیر به ښاغلي ستانکزي نه د اداری په بله څانګه کې کار واخلي او که نه؛ وویل چې پخواني اجرایوي رییس مهمه دنده لرله؛ خو دا به وخت ځواب کړي چې ایا نوموړي څخه به راتلونکې کې په کرېکټ بورډ اداره کې کار واخلي او کهنه.
.jpg)
د کرېکټ بورډ چیرمین دغه راز وویل چې د کرېکټ بورډ په ۹ غړيو کې هم بدلون راغلی چې د اکلیل حکمیي، سید منصورسادات نادري، احمدشاه جاوید سنګدل او حکمت خلیل کرزی د کرېکټ بورډ د وړاندیز او د ولسمشر د فرمان پر اساس لېرې شوي او پر ځای یې ۴ نور تخنیکي کسان ولسمشر ته وړاندیز شوي چې له منظورۍ وروسته به اعلان شي.
همدارنګه عمومي مشر کرېکټ بورډ کې دننه د اوسنیو کارکوونکیو او پخوانیو لوبغاړیو څخه ۲ نورې اجرایوي او تخنیکي کمېټو د اعلان خبر ورکړ.
په اجرایوي کمېټه کې ښاغلی فضلي، اللهداد نوري، وليامین، نظیمجار عبدالرحیمزی، تاج ملوک عالم او سید انور قریشي شامل دي.
دغه راز په تخنیکي کمېټه کې رییس احمدزی، هستيګل عابد، دولت احمدزی، خالقداد نوري او نوروزمنګل شامل دي.
د کرېکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړه، دا چې اوسمهال افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی؛ نو له مالي ملاتړي «الکوزي شرکت» سره یې خبرې روانې دي چې اوسنۍ کلنۍ بودیجه ور زیاته کړي او په دې برخې کې یې مثبت ځواب ترلاسه کړیدی.





