.jpg)
د انګلستان په کوربتوب د ویمبلډن په ستري ګرانډ سلام ټینس سیالیو کې مینهوال هغه وخت هک ـ پک شول، چې د ښځینه ټینس پياوړې لوبغاړې «انجیلیک کیربر» له مخکی تګه پاتې شوه.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ۲۹ کلنه المانۍ لوبغاړې د ۱۶ غوره ښځینه لوبغاړیو په پړاو کې د هسپانوۍ لوبډلې «موګوروزا» له ماتې سره مخ کړه او کوارټرفاینل ته په رسېدو کې پاتې راغله.
دواړو لوبغاړیو ۲ ساعته او ۲۰ دقیقې سیالي وکړه، چې د ۱۴م مقام ښځینه ټینس لوبغاړې له ۳ سیټونو نه ۲ هغه وګټل.
کیربر چانس درلود چې د انګلستان په روانو ویمبلډن ټینس سیالیو کې د اتلولۍ په ګټلو سره لومړې مقام خوندي وساتي؛ خو داسې ونهشول.
.jpg)
ویل کېږي، پهدې ماتې سره کیربر د ۸ ښځینهوو غوره ټینس لوبغاړیو پړاو ته په رسېدو کې هم پاتې راغله.
د کیربر په پاتې کېدو سره به اوس هسپانوۍ ۲۳ کلنه لوبغاړې د روان جام سیمي فاینل ته د رسېدو په موخه له روسۍ سویټلانا سره سیالي وکړي.
المانۍ انجلیک کیربر تر اوسه ۲ ځلې د ښځینه ټینس ستري ګرانډ سلام اتله اعلان شوې، چې یو ـ یو ځل یې په ۲۰۱۶ کال کې د اسټرالیا او امریکا ازادو سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
د انګلستان په روانو ویمبلډن ګرانډ سلام سیالیو کې د نارینه لوبغاړیو له ډګره هم حیرانوونکي خبرونه رسېدلي، چې د ټینس نړۍ پخواني لومړي درجه هسپانوي لوبغاړي «رفل نیډال» کوارټرفاینل ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی او د «مولر» پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده.
.jpeg)
پهدې سیالیو کې د ټینس نړۍ مشهور نارینهاو ښځینه لوبغاړي برخه لري، چې د راتلونکې شنبې او یکشنبې پر ورځ به یې اتلان اعلان شي.
د سیالیو ګټونکي لوبغاړي ته به ۲۲ سوزه زره امریکایي ډالر او په دواړو ښځینه او نارینه برخه کې به دویم مقام ګټونکیو ته ۱۱ سوزه زره امریکایي ډالر د اتلولۍ جام ترڅنګ د انعام په توګه ترلاسه کړي.
د سږ کال په ټورنمېنټ کې په نارینه برخه کې بریتانوی «انډيموري» او په ښځینه برخه کې امریکایۍ «سرینا ویلیمز» د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.





