سیب بلاټر یو ځل بیا د فیفا مشري ترلاسه کړه

سویسي (سیب بلاټر) یو ځل بیا د پنځم ځل لپاره په فساد کې د ښکېلې فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) مشر په توګه اعلان شو.

د مشرۍ ترلاسه کولو له پاره د بلاټر یواځینی سیال اردونې علي ابن الحسین وو، چې په دوهم پړاو ټاکنو کې لاس په سر شو.

د فیفا بیا ځلي مشر ټاکل کېدو وروسته سیب بلاټر د سویستزرلینډ په پلازمینه زیوریخ کې له ټولو رایه ورکوونکو څخه مننه وکړه، چې ده او شهزاده علي ته یې رایه کارولې وه.

د بلاټرپه وینا، هیڅوک هم برابر نه دي، دی هم برابر نه دي، خو له ملګرو سره به په ګډه د نړېوال فوټبال د پرمختګ له پاره کار وکړي.

دېدې وړاندې د ۲۰۹ غړو هیوادونو له ډلې څخه په لومړي پړاو کې د ۱۳۳ غړو هېوادونو مسوولینو سیب بلاټر ته داعتماد رایه ورکړې وه، خو بلاټر د علي ابن الحسین خلاف په لومړي پړاو کې غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړی شو او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

سیب بلاټر په داسې حال کې د فوټبال نړیوالې شورا د مشرپه توګه ټاکل کیږي، چې د دې شورا د دوه مرستیال مشرانو په ګډون ۷ چارواکي په امریکه کې د دې شورا خلاف د فساد په روانه دوسیه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

سیب بلاټر هم په خپلو خبرو کې په فیفا کې شوې فساد وغنده او یادونه یې وکړه، چې هیڅکله نه شي کولی د فساد د مخنیوي له پاره  هر چارواکي ونیسي او یا یې زمه واري په غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، باید ټول هغه چارواکي له دندو ګوښه او سزا وویني، چې د فوټبال لوبې په بدنامۍ کې د خپلو شخصي هدفونو له پاره لاس لري.

د بلاټر په وینا،  راتلونکې څو میاشتې به د فوټبال او (فیفا) له پاره ښې نه وي او ښایي ددې شورا په اړه ډېر نور بد خبرونه هم د څیړنو په دوام خپاره شي.

د یادونې وړ ده، چې په فیفا کې د سیب بلاټر په مشرۍ کې د فساد خبرونو په خپریدو د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کیمرون او د اروپا فوټبال ټولنې مشر میشایل پلاټیني له سیب بلاټر غوښتي وو، چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

سیب بلاټر چې اوسمهال ۷۹ کلن دی د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۸ کې د دې شورا مشروټاکل شو، چې بیا په ۲۰۰۲ ، ۲۰۰۷ ، ۲۰۱۱ او سږکال د رایو په اکثریت ددې شورا مشري ترلاسه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام