.jpg)
دغه نوې لوبغاړې د خپلې خوښې لوبغاړې امریکایۍ وینس ویلیمز ته ماتې ورکړه او د ګرانډ سلام لومړۍ ستره اتلولي یې وګټله.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ګاربین موګوروزا وینس ویلیمز ته د انګلیستان په ویمبلډن پاې لوبه کې ماته ورکول حیرانوونکې کارنامه یاده کړه.
دغه اسپانوې لوبغاړې ۲۹ کاله عمر لري، سر په سر په دوه سیټونو کې امریکایۍ وینس ویلیمز ته ۷ د ۵ او ۶ د ۰ امتیاز په وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.
دا د تېر کال فرانسې ازادو ټینس سیالیو د اتلولۍ او ۲۳ ټورنامنټونو کې له ناکامېدو وروسته د اسپانوۍ موګوروزا لومړۍ اتلولي وه.
.jpg)
اسپانوۍ لوبغاړې ګاربن موګوروزا رسنیو سره په خبرو کی وویل، په دې اتلولۍ سره یې په ځان باور زیات شو، چې یو ځل بیا د ګرانډ سلام اتلولۍ ګټلی شي.
نوموړې د ماته خوړونکې او د خپل ماشومتوب د خوښی لوبغاړې وینس ویلیمز د لوبې ستاینه هم وکړه، چې یوه بهترینه لوبغاړې ده.
ګاربن موګوروزا دویمه اسپانوۍ ښځینه ټینس لوبغاړې شوه، چې د انګلیستان ویمبلډن ټینس اتلولي ګټي.
د انګلیستان په روانو ویمبلډن نارینه ټینس پای لوبه کې نن مازدیګر ۵ نیمې بجې سویسي راجرفیډر د اتلولۍ ګټلو په موخه له میرن چیلیک سره د لوبې ډګر ته ووځي.





