.jpg)
په کابل کی د ۸ ولایتونو ترمنځ د معولو وګړیو ترمنځ د ویلچر بایسکټبال پیل شوې سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسېدلې.
په افغانستا کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ننګرهار، کابل، بلخ او هرات لوبډلو دویم پړاو (سیمي فاینل) ته لاره پیدا کړه.
د ورکړل شوي مهالوېش له مخې، به د دې ټورنمېنټ نیمه پای لوبې به نن جمعه د سره صلیب په ورزشي جمنازیوم کی وشي.
ټاکل شوې ده، د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې به هرات لوبډله له کابل سره او ننګرهار لوبډله له بلخ لوبډلې سره فاینل ته د رسېدو په موخه د لوبې ډګر ته ووځي.
د پلان شوي مهالوېش له مخې به د دې سیالیو د اتلولۍ جام ګټلو له پاره فاینل لوبه د راتلونکې (شنبې) په ورځ په کابل کې وشي.
.jpg)
روانه اونۍ د سره صلیب کمېټې له خوا د ښځینه ویلچر باسکیټبال سیالۍ هم وشوې، چې بلخ لوبډلې په کې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
په دې سیالیو کی د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ، بدخشان، میمنې، میدان وردګ او هرات د ویلچر باسکیټبال ولایتي لوبډلو برخه اخیستې ده.
د ننګرهار ویلچر باسکیټبال لوبډلې د مدیر او روزونکي انعام بیدار په وینا، د دې سیالیو موخه د افغانستان د معلولیت لرونکیو ویلچر باسکیټبال ملي لوبډلې غوره کول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی د افغانستان د (پارا المپیک) کمېټې غړیتوب لري، خو د یادې کمېټې د نه پاملرنې له کبله د سیالیو او لوبغاړیو او لوبډلو ته د امکاناتو برابرولو ټول مصارف همېش دافغانستان سره صلیب نړیوالې کمېټې په غاړه اخیستې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د معلولیت لرونکیو لوبغاړیو ویلچر باسکیټبال ملي لوبډلې په تېرو کلونو کې د ایټالیې او جاپان په نړیوالو سیالیو کې هم برخه اخیستی





