افغانستان داسې کار وکړ، چې ان پاکستان په کې هم پاتې راغلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو ستر هدف جوړ کړ او د ریکارډونو په کتار کې یې ځای خپل کړ.

افغان کرکټ ملي لوبډلې دغه ریکارډ د هندوستان ۲۰۱۶ م کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو ټورنمېنټ کې جوړ کړ.

افغانستان د نړیوال جام ټاکنیز پړاو په درېیمه لوبه کې له کوربه سکاټلینډ لوبډلې سره لوبه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې په ۲۰ اوریزه لوبه کې خپل هدف له ۲۰۰ څخه اوچت کړ او د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو سره یې ۲۱۰ منډې جوړې کړې.

د کرکټ نړيوالې شورا د ریکارډونو له مخې دا هغه هدف شو، چې تراوسه د پاکستان، زمبابوی او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو د خپل کرکټ په تاریخ کې په نړیواله ۲۰ اوریزو لوبو کې نه دي، جوړ کړي او په کې پاتې راغلي دي.

پاکستانۍ کرکټ لوبډله تر اوسه په نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۲۰۳ او زمبابوی بیا په ۲۰۰ منډو بریالۍ شوې ده، خو بنګله دېشۍ کرکټ ملي لوبډله د خپل شل اوریز کرکټ په تاریخ کې په ۲۰۰ یا له دې نه پر اوچت هدف ټاکلو بریالۍ شوې نه ده.

په شل اوریزه کرکټ لوبو کې له دویمې درجه هېوادونو نه یواځې ایرلینډ په زیاتو منډو جوړولو کې له افغانستان نه مخکې دی، چې د عربي اماراتو په (ابوظبي) کرکټ نړیوال لوبغالي کې یې د  ۲۰۱۴ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو فاینل لوبه کې د افغانستان پر خلاف د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۲۵ منډې جوړې کړې وې او افغانستان د اتلولۍ جام او فاینل لوبه په ۶۸ منډو بایللې وو.

د یادونې وړ ده، چې دا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولټال ۲۸ مه خو په نړیواله کچه ۴۳۵ مه شل اوریزه لوبه وه، چې د سکاټلینډ په (ایډنبرا) لوبغالي کې وشوه.

په دې لوبه کې افغانستان د اوپنر توپ وهونکي شهزاد محمدي د ۳۶ بالونو د ۷۵ منډو پر مټ په هر اور کې لس نیمې منډې جوړې کړې، چې په کې په پای کې افغانستان د ۳۷ منډو بریا ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې په نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کې د زیاتو ۲۶۰ منډو ریکارډ له سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې سره دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې يې د کینیا کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف په لومړي پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سویلي افریقې په (جوهانسبرګ) لوبغالي کې جوړ کړی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام