
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون یو مخکښه لوبڅار حلیم اقا شیرزاد په اسیایي روزنیز کورس کې برخه اخیستې.
خبرپاڼه لیکي چې ښاغلي شیرزاد د فوټبال اسیایي شورا په نوښت د مالیزیا په کوربتوب په برابر شوې د فوټبال لوبې لوبڅارۍ په دویم پړاو روزنیز کورس کې برخه اخیستې ده.
په دې زونیز کورس کې د اسیا په کچه ټول هغه مخکښه لوبڅاران برخه لري، چې ټاکل شوې ده په راتلونکو مهمو اسیایي فوټبال سیالیو کې به د لوبڅارۍ له پاره وروزل شي.
افغان لوبڅار حلیم اقا شیرزاد څو میاشتې وړاندې د مالیزیا په کوربتوب د اسیا د راتلونکو لوبڅارانو په لومړي پړاو روزنیز کورس کې هم برخه اخیستې وه او په ښوو نمرو دویم پړاو ته غوره شو.
دیادونې وړ ده، چې حلیم اقا شیرزاد د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې یو مخکښه او مشهوره لوبڅار شمیرل کیږي.
نوموړي د کورنیو سیالیو ترڅنګ په بیلا بیلو اسیایي فوټبال ټورنامنټونو کې د افغانستان په استازیتوب دلوبڅارۍ یا (ریفري) دنده ترسره کړې ده.
حلیم اقا شیرزاد د افغانستان فوټبال فدراسیون سره هغه یواځینی لوبڅار دی، چې له فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) سره په قانوني بڼه د پړاونو په بشپړولو سره؛ د نړیوال لوبڅار سند لري.





