حکومت د ظاهر اغبر په مشري د المپیک کمېټې ته بودیجه ورنه‌کړه

ملي یووالي حکومت د محمد ظاهر اغبر په مشرۍ د المپیک ملي کمېټې ته بودیجه ورنه‌کړه؛ ترڅو د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې ګډون وکړي.

د محمد ظاهر اغبر په مشرۍ د المپيک ملي کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ولسمشر او اجرایوي رییس په شمول له ټولو مسوولو چارواکو سره د خبرو سره، سره د سفر له‌پاره تراوسه بودیجه نه ده ورکړل شوې.

د اغبر په مشرۍ د المپیک کمېټې د رسنیو څانګې مسوول منورشاه شهزاد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دوی به له خپلو کمو امکاناتو په استفادې د ازربایجان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو سیالیو کې د ګډون په موخه د ټولو لوبغاړو له‌پاره وېزې واخلي.

د المپیک ملي کمېټې د خبرپاڼي له مخې، د بودیجې نه‌شتون په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون منفي تاثیر کوي او دوی مجبوره دي؛ تر څو د غوره شوي زیات شمېر لوبغاړو په ځای یوازې کم شمېر لوبغاړي دغو سیالیو ته ورولېږي.

د المپیک ملي کمېټې دغه چارواکي زیاته کړه، دوی نه پوهېږي، چې په کوم اساس مالیې وزارت بودیجه نه ورکوي.

د نوموړي پروینا، په همدې موخه یې یادو سیالیو ته د ۱۳ ورزشي رشتو څه باندې ۹۰ لوبغاړو سبا په کابل کی یوه رسنیزه غونډه هم راغوښتي د حکومت د بې‌غورۍ له کبله خپلې اندېښنې شریکې کړي.

په افغانستان کې اوسمهال دوه سری المپیک ملي کمېټه فعالیت کوي، چې یو یې د ارګ او بله یې د اجرایوي ریاست ملاتړ له ځان سره لري.

دغه راز د محمود حنیف په مشرۍ د المپیک ملي کمېټې کلنۍ بودیجه په اختیار کې لري؛ خو د ظاهر اغبر په مشرۍ د المپیک ملي کمېټه بیا له نړیوالې المپیک شورا سره رسميت لري.

ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو څلورم پړاو سیالۍ د روانی مې میاشتې په ۱۲ نېټه د ۱۱ ورځو له‌پاره د افغانستان په شمول د ۵۶ اسلامي هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د ازربایجان په پلازمینه باکو ښار کې پیل شي.

د اسلامي هېوادونو سیالۍ هر څلور کاله وروسته په یو غړي اسلامي هېواد کی ترسره کېږي، چې تېر ځل په اندونیزیا کې ترسره شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام