افغانستان د کرکټ یوه بله اتلولي هم وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن د (مارچ پر ۱۰مه) په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو ۲ د صفر پر وړاندې لوبه وګټله.

د هندوستان په «ګریټر نویډا» لوبغالي کې په نننۍ دویمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان د نجیب تره‌کي او راشد ارمان د ښکلې توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په واسطه ایرلینډ په ۱۷ منډو له ماتې سره مخ کړ.

نجیب تره‌کی د ۵۸ بالونو د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په وهلو سره ۹۰ منډی جوړې کړې او راشد ارمان بیا په ریکارډ توپ‌اچونه ۲ اورونو کې د ۳ منډو په ورکولو ۵ وېکټې ترلاسه کړې او په ګډه د سیالۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

په سیالۍ کې افغانستان د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۸ لوبغاړیو په سوځولو په ۲۰ اورونو کې د ۱۸۵ منډو هدف ورکړ.

په ځوابي لوبه کې ایرلینډ که څه هم تر ۵ اورونو ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو؛ خو ۶۰ منډې یې هم جوړې کړې، چې د افغانستان په پرتله د باران تر پیلېدو وړاندې وه.

خو د باران له کبله سیالۍ ۱۱ اورونو ته را ټیټه شوه او مېلمنې لوبډلې ته د سیالۍ ګټلو په موخه د ۱۱۱ منډو هدف ورکړل شو.

له باران وروسته ایرلینډۍ لوبډله د راشدارمان او کریم‌ جنت د توپ‌اچونې مقابله ونه‌کړی شوه او په پوره ۱۱ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړیو په سوځېدلو ۹۳ منډې جوړې کړې.

کپتان اصغرستانکزي له لوبې وروسته په خبرو کې نننۍ بریا او د اتلولۍ جام په کابل کې د وروستۍ امنیتي پېښې قربانیانو ته ډالۍ کړه. هغه وویل، چې لوبغاړي به خپلو افغانانو ته همداسې خوشحالي ورکوي.

افغان کرکټ لوبډله اوس‌مهال د کرکټ په تاریخ کی هغه یوازینی لوبډله ده، چی پرله‌پسې زیاتو ۱۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې بریاوي لري. د افغان کرکټ لوبډلې او ایرلینډۍ بله لوبه د (مارچ پر ۱۲مه) نېټه یا د یکشنبې په ورځ وي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام