افغان کرکټ بورډ د ۴ م پړاو “شپږیزې” ټورنامنټ نیټه اعلان کړه

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د روان کال سوداګریزو شل اوریزه کرکټ سیالیو ۴ م  پړاو "شپږیزه" ټورنامنټ د اګست میاشتې په ۹ مه نیټه په کابل کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې به دا ځل دغه مشهوره د شل اوریزه لوبو ټورنامنټ د تېرکال په څير په نومبر میاشت کې نه، بلکې په ټاکلي پخواني اګست میاشت کې وشي.

کرکټ بورډ وایي، چې څلورم پړاو شپږیزه ټورنامنټ به د ۱۱ ورځو لوبو وروسته د اګست میاشتې په ۱۹ مه نیټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې تېرکال د بېلا بېلو نوښتونو راوستلو په پلمه دغه سیالۍ څو میاشتې تر نومبر پورې وروسته کړې، چې نیمه پای لوبو او فاینل په شمول یو شمېر سیالۍ د بارانونو ښکار او یو شمیر یې له ۲۰ اورونو څخه راکمې شوې، چې دغه سیالۍ یې کم رنګه کړې، خو ښکاري چې دا ځل ددې جام په رامخکې کولو سره کرکټ بورډ د تیرکال ناخوالې نه غواړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت به سر په سر دویم ځل له پاره یو ځل بیا په دې شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ۶ لوبډلې برخه ولري.

د افغانستان په کورني کرکټ چوکاټ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشهوره لوبغاړو په شتون کې د "شپږیزه" ټورنامنټ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳  م ز کال کې په کابل کې پیل شو.

په ترسره شویو شل اوریزه شپږیزه ټورنامنټونو کې تراوسه لومړی پړاو د حمید حسن په کپتانۍ کې د سپین غر زون " دویم پړاو د نوروزمنګل په کپتانۍ کې "مس عینک زون" خو درېیم او وروستې پړاو یو ځل بیا د شفیق الله شفق په کپتانۍ کې "مس عینک" زون وګاټه.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو نړیوالو او کورني کرکټ اصولو خلاف په یوه جنجالي پریکړې سره په فاینل کې د سپین غر زون له خوا د اتلولۍ ګټلو سره سره له کابل بازان لوبډلې د اتلولۍ انعامي رقم ۱ نیم میلیون افغانۍ په مساوي توګه وویشل شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دروان کال څلورم پړاو شپږیزه ټورنامنټ به یو ځل بیا "یک" تلویزون په پرده کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام