.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ نوی ګومارل شوی سلاکار روزونکی ویسټ انډيزی پیل سیمینز له کرکټ ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه زمبابوې ته رسېدلی دی.
د زمبابوې کرکټ بورډ ټوېټر پاڼې د دې هېواد پلازمینې هراری ته د سیمینز د ورسېدو خبر ورکړی دی.
د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په مرکه کې د دې خبر پخلی وکړ.
پیل سیمینز روانه میاشت د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې له پاره د مشر روزونکي راجپوت ترڅنګ د سلاکار روزونکي په توګه وګومارل شو.
.jpg)
پیل سیمینز له دې مخکې د زمبابوې، ایرلینډ او ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې روزونه کړې، چی له دغو درې واړو هېوادونو سره افغانستان راتلونکې سیالۍ لري.
کرکټ بورډ ویلي، ویسټ انډيزې پیل سیمینز به له مشر هندي روزونکي لالچاند راجپوت سره په ګډه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزنه په غاړه ولري.
پیل سیمینز شاوخوا ۱۱ کاله د ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې له پاره نړیوال کرکټ وکړ، چې په ۱۹۹۹ کال کې یې له نړیوال کرکټ نه استفا وکړه.





