شهریار: د پاکستان کرکټ ټیم نه بلکې ټول سیسټم ناکام شو

د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان هم د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې وروستۍ تاریخي ماتې په زړه ځای نه شوې.

نوموړي پاکستاني رسنیو سره په خبرو کی منلې ده، چې یواځې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله نه بلکې د پاکستان کرکټ بورډ ټول سیسټم ناکامه شوی دی.

شهریار خان زیاته کړه، پاکستان په بدترینه توګه ماتې وخوړې او ژمنه یې کړه، چې د بنګله دیش سفر وروسته به د پاکستان کرکټ د بهتر راتلونکي له پاره به اړین بدلونونه راوړي.

دا په داسی حال کی ده، چې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د خپل کرکټ په تاریخ کې د بنګله دیش پر وړاندې بدترینې ماتې وخوړې.

بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې د نوي کپتان اظهر علي په کپتانۍ کې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۱۶ کلن انتظار وروسته لومړۍ نړېواله یو ورځنۍ سیالۍ وګټله، د پاکستان خلاف یی لومړې د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه او د پاکستان خلاف یی لومړې (وایټ واش) وکړ.

دغه راز بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې او د دې لوبډلې د مینه وال بهانه هم ور ختمه کړه، چې ګواکې په یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان زیاتره ځوان کرکټ لوبغاړي وو او د شاهد افریدي په کپټانۍ کې یې د خپل کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره پاکستان ته په ډیرې اسانۍ سره ماتې ورکړه او دغه اتلولي یي هم وګټله.

دیادونې وړ ده، چې اوسمهال د دواړو پاکستان او کوربه بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د ټیسټ لوبو لړۍ سبا پیلیږي، چې په کې پاکستانۍ لوبډله پیاوړې ده او د وروستیو ماتو د غچ اخیستلو په تکل کې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر وویل، چې پاکستان په خپل تاریخ کی دغسې لوبې نه وې کړې او یادونه یې وکړه، چې د بنګله دیش سفر پای ته رسیدو سره به دوی د پاکستان کرکټ د ښه والي لپاره په کورني کرکټ ، روزنې ، اداره او دغه راز د لوبغاړو په فیزیکي مهارتونو ډیر کار کول پکار دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام