.jpg)
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د هند خلاف تاریخي او لومړۍ ټیسټ سیالۍ وړاندې د پخواني هندي لوبغاړي منصور علي خان پټوډي په یاد په ۶مه کلنۍ یادغونډه کې برخه واخلي چې ورته د کرېکټ نړۍ پخواني مشهور لوبغاړي هم وربلل شوي خو افغان کرېکټ بورډ بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هندوستان کرېکټ بورډ پلان لري د هندۍ کرېکټ ملي لوبډلې د تاریخ تر ټولو ځوان ټیسټ کپتان منصورعلي خان په ویاړ یوه یادغونډه د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه په بنګلور کې برابره کړي چې په کیې به د هندي کپتان ویراټ کوهلي په شمول هندۍ کرېکټ ملي لوبډله او پخواني لوبغاړي هم شتون ولري.
په یادغونډه کې تراوسه د هند کرېکټ بورډ او د هندوستان کرېکټ بورډ د چارو لهپاره د هندوستان د سترې محکمې لهخوا ګومارل شوی د ډلګۍ ترمنځ په لیکچر ورکوونکي کس مخالفتونه روان دي.
.jpg)
د سترې محکمې ډلګۍ د منصور علي خان پټوډي یادغونډه کې د خبرو او لیکچر ورکولو لهپاره سریلانکایي بیټسمین کمار سنګاکارا ته بلنه ورکړې ده خو د هندي کرېکټ بورډ ډایریکټر امیتاب چوهدري بیا مخالفت ښودلی دی.
د ښاغلي چوهدري په وینا، د پټوډي یادغونډه کې باید دا لیکچر داسې یو هندي لوبغاړی ورکړي چې له منصور علي خان سره هغه مهال په هندۍ کرېکټ ملي لوبډله کې لوبېدلی وي چې ورته یې د ۳ کسانو نومونه هم وړاندې کړي دي.
یاداښت غونډې لهپاره درې موضوعات په نظر کې نیول شوي چې لومړی موضوع یې د کرېکټ په مټ سوله او دوام نومول شوی چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بېساري پرمختګ پورې هم تړلې موضوع ده.
.jpg)
په همدې شپه به د هندوستان کرېکټ بورډ لهخوا د کال غوره کرېکټ لوبغاړو او روزونکیو ته هم د کارکردګۍ لهمخې کلنۍ جایزی هم ووېشل شي.
چېرته چې د ۲۰ اوریزه لوبو افغان لوبغاړي کابل ته راستانه شوي خو د افغانستان ټیسټ کرېکټ ملي لوبډله بیا د بنګله دېش خلاف د ۳ شل اوریزه لوبو اتلولۍ جام ګټلو وروسته پرون د هندوستان بنګلور ښار ته ورسېده چیرته چې ورته تود هرکلی وویل شو.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، افغان کرېکټ ملي لوبډله له هند سره د ټيسټ سیالۍ وړاندې هېڅ کومه تمریني سیالۍ نهلري او د ټیسټ سیالۍ وړاندې به یوازي تمرینات ترسره کړي.
افغان کپتان اصغرستانکزي رسنیو سره په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، باوري دی چې افغانستان د راشدخان ، مجیب، نبي او ظاهرخان په شتون کې د ټیسټ سیالۍ لهپاره د هند په پرتله ښه سپنران لري او ښه لوبه به وکړي.





