د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي سلوان اسکلیزیچ په ډهاکه کی رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې بنګله دیش ته د بریا په موخه راغلي دي.
د نوموړي په وینا چې افغان لوبډله د بنګله دیش خلاف دوستانه نړیوالې سیالۍ ته پوره چمتو ده او د فوټبال نړیوال جام لپاره به اسیایي ټاکنیز پړاو لوبو کې به په لوړ مورال ګډون کوي.
ښاغلي اسکلیزیچ د سبا ورځې سیالۍ نه وړاندې په ډهاکه کې فوټبال ملي لوبډلې سره ناسته درلوده چې له مخې یې لوبغاړو ته د لاووس خلاف لوبه کې د قوت او کمزورۍ ټکي په ګوته کړل او هم یی د سبا ورځې سیالۍ ته خپل تکتیک له ملي لوبډلې سره شریک کړ.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان فوټبال ملي لوبډله د شنبې په ورځ بنګله دیش ته رسیدلې ده او هلته یې د کوربه لوبډلې خلاف کیدونکې سیالۍ ته د پوره چمتووالې په موخه تمرینات ترسره کړل.
ټاکل شوي ده دافغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا د ډهاکه په فوټبال نړیوال لوبغالي کې له کوربه لوبډلې سره ماسپښین ۲ نیمې بجې په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې دلوبې ډګر ته ووځي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې دغه سیالۍ به د دوه افغان تلویزونونو له لارې په ژوندۍ بڼه فوټبال مینه والو ته خپره شي.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې سبا له بنګله دیش سره لوبیږي چې څو ورځې وړاندې یی کوربه لوبډله لاووس ۰-۲ له ماتې سره مخ کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د لاووس او بنګله دیش خلاف برابرې شوې دوستانه نړیوالې فوټبال سیالۍ د فوټبال نړیوال جام اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو ته دافغان لوبډلې ښه تیاری دی.
ټاکل شوي ده افغان فوټبال ملي لوبډله به د (جون) میاشتې په ۱۱ مه نیټه له سوریه ، کمبودیا ، جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو سره د روسیي په کوربتوب فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارې پیدا کولو په موخه د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو تګ او راتګ پړاو لوبو لړۍ پیل کړي.




