د فوټبال ملي لوبډله له بنکاک څخه ایران ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د تایلنډ پر وړاندې د ماتې خوړلو وروسته د اسیا غوره جاپانۍ فوټبال ملي لوبډلې خلاف لوبېدو له پاره د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې ایران ته په رسېدو افغان فوټبال مینه والو لوبډلې ته تود هرکلې ووایه.

د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله د جاپان خلاف مهمې سیالۍ ته د ښه چمتووالي په موخه نن او سبا ورځې لري.

ټاکل شوي ده، د افغانستان او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د اسیا لومړي پړاو دغه مهمه لوبه به په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په ایران کې خو د افغانستان په کوربتوب د سبټمبر په ۸ مه نېټه د راتلونکې سې شنبې په ورځ مازیګر ۵ بجې پېل شي.

افغان فوټبال ملي لوبډله په داسې حال کې د جاپان خلاف لوبې له پاره ایران ته رسیږي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د تایلنډ په پلازمیېنه (بنکاک) کې کوربه لوبډلې په یوه نړیواله دوستانه سیالۍ کې ۰-۲ ماتې وخوړه.

افغان فوټبال فدراسیون د تایلنډ خلاف ماتې سره سره د جاپان خلاف سیالۍ ته د خپلې ملي لوبډلې په تیاریو ډاډ ښایي، چې ښه پایله به ولري.

د یادونې وړ ده، چې نړېوال جام ته په روانو اسیایي ټاکنیزو سیالیو کې افغانستان تراوسه په پنځم (اې) ګروپ کې ۲ لوبې ترسره کړي دي، چې سوریه ته یې ۰-۶ ماتې خوړلې خو له کمبودیا څخه یې لوبه ۰-۱ ګټلې ده.

هېره دې نه وي، چې په روانو لوبو کې تراوسه افغانستان د ۲ لوبو وروسته د سوریه لوبډلې څخه وروسته د ګډون کوونکو ۵ لوبډلو په کتار کې دویم مقام له ځان سره لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام