د افغانستان د معلولیت لرونکو کرکټ څانګې مسول او ډاکټر عبدالمنان مسعود نن د معلولیت لرونکو کرکټ لوبغاړو له پاره په جوړې شوې نمانځغونډه کې د هېواد معلولیت لرونکو کرکټ لوبغاړو د کرکټ راتلونکې روښانه وبلله.
نوموړي زیاته کړه، چې د بدن کمزورو او نشتو غړو، خو په افغانۍ جذبې سره به افغان معلولیت لرونکي کرکټ په راتلونکې کې هم د افغانستان کرکټ له پاره د پام وړ ویاړونه راوړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان معلولیت لرونکې کرکټ ملي لوبډله د سره صلیب نړیوالې کمیټې له خوا د بنګله دېش په کوربتوب برابر شوي ټورنمېنټ لوبولو او د کوربه بنګله دیش لوبډلې پر خلاف له بریا وروسته نن په تود هرکلي کې هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د لوبغاړو له پاره برابرې شوې نمانځغونډه کې وویل، چې د معلولیت لرونکو لوبډلې وروستۍ بریا او لوبو دا ثابته کړه، چې افغان لوبډله په هر ډګر د لوبېدلو وړتیا لري.
د نوموړي په وینا، په سیالیو کې ولیدل شوه، چې د افغان معلولیت لرونکو وګړو کرکټ ملي لوبډلې مهارتونه د سیالانو سره برابر دي.
دغه راز په نمانځغونډه کې د ننګرهار معلولینو مشر مسعود صافي د بنګله دېش پر خلاف د افغان معلولیت لرونکو وګړو کرکټ ملي لوبډلې بریا وستایله او ټول ولس ته یې مبارکي وویله.
همدارنګه د معلولیت لرونکو وګړو کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد اشرف له افغان کرکټ بورډ او سره صلیب نړیوالې کمیټې څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې په نړیوالو سیالیو کې درلوبیدلو او خپل استعداد ښودلو چانس برابر کړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان معلولیت لرونکو وګړو کرکټ ملي لوبډلې تېره اونۍ د بنګله دېش په کوربتوب د هندوستان، انګلستان او پاکستان تر څنګ د سره صلیب نړیوالې کمیټې په مالي مرسته شل اوریزه کرکټ سیالیو کې برخه واخیستله.
په دې سیالیو کې افغانستان لومړۍ لوبې پاکستان او هندوستان په اسانۍ سره وبایللې، خو په ورپسې لوبه کې یې کوربه بنګله دېش ته په ۳ لوبغاړو ماتې ورکړه او د سیالیو اتلي د انګلستان لوبډلې پر خلاف یې د ۳ منډو په توپیر سره وبایلله.





