د افغان کرکټ لوبغاړو د لباسونو پېسې پر غریبانو وویشلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پلورل شویو یو شمیر لباسونو څخه ترلاسه شویو پیسو په مټ پېرل شوي خوراکي توکي د مرستې په توګه په کابل کې اړینو کورنیو نو ته ډالۍ شوې.

دافغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې دغه پېسې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب د ۲۰۱۵ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پرمهال داسټرالیا میشتو افغانانو له خوا د کرکټ ملي لوبډلې له پاره د برابرې شوې لمانځغونډې پرمهال د ملي لوبډلې د یو شمیر پیرل شویو لباسونو څخه ترلاسه شوې وې، چې د خوراکي توکو په وېش سره اړینو کورنیو ته وسپارل شوې.

کرکټ بورډ وایي، چې افغان کرکټ بورډ د لباسونو په مټ ترلاسه شوې پیسو باندې یو شمیر خوراکي توکې وپیرل او هغه یې د کرکټ بورډ په انګړ کې په بې وزلو کورنیو و ویشل.

د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي له خولې ليکي، چې د خیرښیګڼې په دې کار سره د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم وستایل چې د بی وزلو ترشا ولاړ دي.

د کرکټ ملی لوبډلې د لباسونو د پلورلو په پایله کې د راټولو شویو پېسو په مټ پیرل شوي خوراکي توکي په هېواد کې د (ون ویژن ایډ) موسسې په مټ د شوي سروې له مخې په اړینو کورنیو و ویشل شول.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل وو، چې د کرکټ ملي لوبډلې اتلان د هېواد بې وزله کورنیو سره د خیر ښیګڼې په موخه د خپلو نړېوالو سیالیو تاریخي لباسونه په خپلو مینه والو پلوري او ترلاسه شوي پیسې یې بیا د مرستی په بڼه پر بې وزلو ویشل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام