افغان کرکټ لوبغاړيپه یو بل ټورنامنټ کې راښکاره کیږي

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۵ م کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د لوبېدو وروسته به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کپټان محمد نبي عیسی خېل په ګډون ټول افغان ملي کرکټ لوبغاړي ډېر ژر به په کابل کې په (میلیون لیګ) شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ولوبېږي.

د کرکټ ادارې له خوا په دغه ټورنمنټ کې به محمد نبي عیسی خیل، نوروزمنګل، حمید حسن، ميرویس اشرف، کریم صادق او ناصرجمال احمدزی د لوبډلو کپتاني په غاړه ولري.

د دې سیالیو مسوولین وایي، چې درېیم پړاو (ميلیون لیګ) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ به د تېرو پړاونو په پرتله د ملي کرکټرانو په شتون کې په ځانګړو نوښتونو سره ترسره شي.

د دې ادارې چارواکي زیاتوي، چې سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د کابل په نړېوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

ویل کیږي، چې دغه سیالۍ به د راتلونکي اپریل میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۶ بېلا بېلو تجارتي لوبډلو په ګډون ترسره شي.

ویل کیږي، چې دریم پړاو (ميلیون لیګ) ۲۰ اوریزو کرکټ لوبو کې به ځانګړې نغمه او دغه راز د افغانستان د کورني کرکټ تکړه تبصره کوونکي هم په خپلو غږونو لوبو ته خاص خوند ورکړي.

د سیالیو چارواکي زیاتوي، چې درېیم پړاو (ميلیون لیګ) کرکټ سیالۍ به د افغانستان شمشاد ټلویزیون په پرده کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

دوی زیاتوي چې اوسمهال د ګډون کوونکو لوبډلو په نوملړ کار روان دی او ډیر ژر به په دې سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبډلو بشپړ نوملړ خپور کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام