بایرن مونیخ د المان فوټبال “بنډیسلیګا” اتلولي وګټله

د المان دغې مخکښې فوټبال لوبډلې (والفربرګ) لوبډلې ته د یوې په زړه پورې او یو اړخیزې لوبې وروسته ۶ د ۰ ګول په وړاندې ماتې ورکړه او د سرپه سر پنځم ځل له‌پاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.

په‌دې سترې بریا سره بایرن مونیخ فوټبال کلب د ګډون کوونکو ۱۸ لوبډلو په کتار کې یو ځل بیا لومړی مقام او د اتلولۍ جام ترلاسه کړ، خو لا یې په روانو سیالیو کې ۳ لوبې پاتې دي.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د المان په فوټبال لومړۍ لیکه (بونډیسلیګا) سیالیو کې دا د بایرن مونیخ لوبډلې ۲۷مه اتلولي وه چې د نورو لوبډله په پرتله یې دغه جام ډیر ګټلی دی.

دغه راز په وروستۍ اتلولۍ سره د یادې لوبډلې کپتان ۳۳ کلن فیلیپ لام هم د یاد کلب په تاریخ کې هغه مخکښ کپتان شو چې زیاتې ۸ اتلولۍ په خپلې کپتانۍ کې ترلاسه کوي او ددغو لوبو وروسته به له لوبو سره هم مخه ښه وکړي.

بایرن مونیخ د سږ کال په فصل کې ۳۱ سیالۍ ترسره کړی، ۷۹ ګولونه یې د سیالو لوبډلو خلاف ترسره کړل ۱۷ ګولونه پرې ترسره شول او په ټولو لیګ سیالیو کې یې یوازې په ۲ سیالیو کې یې د خپلو سیالانو په وړاندې ماتې وخوړې.

د بایرن مونیخ اوسنی روزونکی ایټالیوي انسیلوټي د فوټبال په ډګر کې لومړی روزونکی شو، چې په رونه کې یې بیلا بیلې لوبډلې د نړۍ د ۵ معتبرو لیګونه ۴ اتلولۍ ګټلي.

د نوموړي په روزنه کې چیلسي د انګلستان فوټبال غوره لیګ، ایسي میلان د ایټالیې فوټبال غوره لیګ او پاریس سینټ جرمن د فرانسې فوټبال غوره لیګ فوټبال سیالیو اتلولۍ هم ګټلي دي.

که څه هم الماني فوټبال کلب روانه پیړۍ د خپل هیواد په بونډیسلیګا سیالیو کې برلاسه ده، خو تراوسه یې یواځې ۲ ځلې د اروپا فوټبال کلپونو (چمپینزټرافي) اتلولۍ ګټلي دي.

دغه راز والفزبرګ لوبډله بیا په ۲۰۱۵کال کې د المان بونډیسلیګا سیالیو کې په دویم مقام ګټلو او دغه راز دغه کال د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ کوارټرفاینل لوبه کې ریال ماډریډ ته هم ۲ د ۰ ګول په وړاندط ماتې ورکولو کې بریالۍ شوې وه.

یاده لوبډله د سږ کال د بونډیسلیګا سیالیو کې لاهم ۳ سیالۍ لري، اوسمهال په ۱۴م مقام کې ځای لري او له دغه سیالیو څخه د پاتې کیدو له ویرې سره مخ ده، ځکه ۱۷ او ۱۸ مقام لرونکې لوبډلې به د بونډیسلیګا دویم پړاو سیالیو ته ښکته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام