افغانستان د سنګاپور په بریا «اسیایی جام» ته رسېدلی شي

ټاکل شوې ده، افغانستان سبا د فوټبال په یوې مهمې نړیوالې سیالۍ کې د سنګاپور فوټبال ملي لوبډلې پر خلاف د لوبې ډګر ته راووځي.

سیالۍ به سبا د (مارچ پر ۲۹مه نېټه) مازیګر ۳ بجې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د افغانستان په کوربتوب، خو د ګاونډي هېواد ایران په پلازمېنه تهران (تختي) فوټبال نړیوال لوبغالي کې وشي.

دیادونې وړ ده چې د دواړو افغانستان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دسبا ورځې سیالۍ د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام او دغه راز د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته ټاکنیز پړاو د (راتګ) لوبه ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د سنګاپور پر خلاف به د دې سیالۍ په بریا سره افغانستان د فوټبال په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د اسیا فوټبال جام سترو سیالیو ته لاره پیدا کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د (تګ) پړاو لوبه په سنګاپور هېواد کې شوې وه، چې له ښې لوبې وروسته ۱ د صفر ګول پر وړاندې کوربه لوبډلې ګټلې وه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چی ملي لوبډله له جاپان څخه څو ورځې وړاندې ایران ته رسېدلې ده او د سبا ورځې سیالۍ له پاره پوره چمتووالی لري.

په همدې حال کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتان فیصل شایسته په ایران کی رسنیو سره په خبرو کی ویلي دي، چې ایران ته د سنګاپور لوبډلې د ماتې له پاره ورغلي دي.

د افغان کپتان پر وینا، ایران کې ورته د افغان فوټبال مینه والو ډېره مینه او روحیه ورکړې او هڅه به وکړي، د خپلو مینه والو د مینې او تشویق په پایله کې افغانستان د اسیایي لوبې بل پړاو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتاني فیصل شایسته ته او روزنه الماني «پیټرسرګیټ» په غاړه ده.

افغانستان خپله وروستۍ نړیواله فوټبال لوبه د تېرې پنجشنبې پر ورځ په جاپان کې له جاپان سره کړې، چې صفر – ۵ یې جاپان ته وبایلله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام