.jpg)
د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرامالدین کریم چې اوس یې دنده ځنډول شوې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړیو لهخوا په ده د لګول شویو تورونو وروسته د لومړي ځل لهپاره له فرانس پرېس خبري اژانس سره مرکه کړېده.
ښاغلي کریم له فرانسي پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې پهده ټول لګېدلي تورونه بېبنسټه وبلل.
ښاغلي کریم دا هم ویلي دي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ سره به د دوسیې تر بشپړېدلو پورې هر ډول لازمه همکاري وکړي او په وینا یې، لهدې دوسیې به پاک راووځي.
کرامالدین کریم اوسمهال د څارنوالۍ او فوټبال نړۍوالې شورا لهخوا له تعلیق او بهرني سفر له بندیز سره مخ دی.
کرامالدین کریم ویلي، څارنوالۍ ټّ د نامعلومه کسانو لهخوا یو شمېر ثبت شوي اوازونه د ثبتونو په نامه وړاندې شوي چې پرته له هغو بل هېڅ ثبوت نهشته.
د ښاغلي کریم د چا نوم نه اخلي؛ خو وايي د ده پر خلاف په هېواد کې دننه او بهر دسیسې روانې دي چې غواړ د ده نوم او اوسني شهرت ته زیان ورسوي.
.jpg)
کرامالدین کریم همدارنګه ویلي دي، دښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې ـ چې په اروپا کې یې د پناهغوښتنې دوسیې رد شوېدي ـ ښایي دا تورونه د پناهاخېستلو په پلمه پهده لګولې وي.
نوموړي زیاته کړې چې د یو پلار او خاوند په توګه ورته د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې د لوبغاړیو لهخوا لګول شوي تورونه ډېر دردناک دي او په کلکه یې ردوي.
ده د دې ټولې دسیسې اصلي ګوته د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې او د ښځینه فوټبال پخوانۍ مسووله خالده پوپلزۍ بللې چې په وینا یې، ده د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لهخوا د غیراسلامي لباس اغوستلو سره مخالفت ښودلی و.
د یادونې ده چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړیو د فوټبال فدراسیون پهدغه لومړي کس د جنسي او فیزیکي ځورونو تورونه لګولي دي چې په پایله کې یې د افغانستان د لویې څارنوالۍ لهخوا د کرام الدین کریم په شمول د دې فدراسیون ۵ لوړ پوړيو چارواکيو د دندو د ځنډولو ترڅنګ یې دوی ممنوع الخروج اعلان کړل.
همدارنګه فوټبال نړۍوالې شورا هم په کرامالدین کریم د دوسیې د څېړلو په موخه د ۹۰ ورځو بندیز لګولی چې په هېڅ کورنیو او بهرنیو فوټبال پورې تړلو چارو کې برخه نهشي اخېستلی.





