
د انګلستان په کوربتوب د ۸ بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو ترمینځ ښځینه کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن په ۲ لوبو سره پیل شوې.
د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې، ددغه سیالیو په لومړۍ ورځ لومړۍ لوبه کې نیوزیلینډ له سریلانکا سره او په دوېمه لوبه کې کوربه دانګلستان او هندوستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ سیالۍ وشوه.
پهدې سیالیو کې به د اسټرالیا ښځینه کرکټ ملي لوبډله چې ۶ ځلې یې نړیواله اتلولي ګټلې له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
د بنګله دیش او زمبابوی ښځینه کرکټ ملي لوبډلو چې بشپړ غړیتوب هم لري بیا په دې سیالیو کې د لوبیدو چانس نه دی ترلاسه کړی.

په ۱۱م پړاو ښځینه ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به لوبډلې په لیګ بڼه ولوبیږي او هره لوبډله به بل پړاو ته درسیدو وړاندې ۷ سیالۍ ترسره کړي.
ښځینه کرکټ نړیوال جام سیالۍ په ۱۹۷۳ کال کې د لومړي ځل لهپاره په انګلستان کې پیل شوی، چې لومړي ګډون سره انګلستان د اتلولۍ جام ګټلی وو.
د سږ کال اتلولۍ لپاره انګلستان او اسټرالیا غوره لوبډلې ګڼل کیږي، خو ویل کیږي چې ښایي سختې سیالۍ مخ په وړاندې ولري.
د وروستي ځل لپاره دغه سیالۍ په هندوستان کې ترسره شوه چې په کې اسټرالیا هندوستانۍ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۶م ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
د انګلستان په کوربتوب د ښځینه کرکټ نړیوال جام ټولې سیالۍ به د تلویزون په پرده کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.





