.jpg)
د برازیل په (ریو) سترو المپیک سیالیو کې جاپاني لوبغاړیو ښه پیل وکړ او له نورو هېوادونو نه یې ۴ د سرو زرو مډالونه زیات ترلاسه کړل.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په دوام په لومړۍ ورځ ۱۲ د سرو زرو مډالونه د ګټلو له پاره اېښودل شوي وو.
د لومړۍ ورځې تر پایه جاپان ۴ د سرو زرو (طلاوو) او ۱ د زېړو (برونزو) مډال ترلاسه کړ او اوسمهال د ګډونوالو لوبډلو په کتار کې د امریکا او چین په څېر هېوادونو په موجودیت کې د سرو زرو د ۴ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام وګټلو.
دغه راز له جاپانه وروسته چینایي لوبغاړیو هم ښې لوبې وکړې او ۳ د سرو زرو او ۲ د سپیو زرو مډالونو په ګټلو سره د لومړۍ ورځې دویم مخکښ هېواد شو.
همدارنګه د لومړۍ ورځې تر پایه اسټرالیا، ایټالیه، کاناډا، قزاقستان، پولینډ او ازبکستان هم د (ریو) المپیک سیالیو ښه پیل درلود، چې یو ـ یو د سرو زرو مډال یې وګټلو.
.jpg)
د برازیل په (ریو) سترو المپیک سیالیو په لومړۍ ورځ ښځینه او نارینه لوبغاړیو د کښتۍ په سرځغاستې، نښه ویشتنې، ټیبل ټینس، توره وهنې، والیبال، سایکل ځغلونې، هېنډبال، هاکي، اس ځغلونې، جودو، په اوبو کې ګول کول، فایر کول، جمناسټیک، ټینس، ساحلي والیبال، رګبي، سوک وهنې، باسکېټبال، لامبو، وزن اوچتونې او فوټبال لوبو کې د خپلو سیالانو په وړاندې کولو سره د مډال ګټلو په موخه سیالۍ وکړې.
د دی سیالیو په دوام به په ۲ مه ورځ هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د مډال ګټلو له پاره د لوبې ډګر ته ووځي.
له افغانستانه هم د اټلاټیک او جودو برخې ۳ لوبغاړي په افتخاري توګه په دغو سیالیو کې لوبېدو ته غوره شوي دي.
د ورکړل شوي مهالوېش له مخې به د افغانستان له پاره لومړی لوبغاړی توفیق بخشي وي چې د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ به په جودو برخه کې د خپل سیال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي؛ خو د اټلاټیک په برخه کې د نورو افغان لوبغاړیو د لوبو مهالوېش نه دی اعلان شوی.





