طاهر روفي په افغانستان کې د فوټبال لومړۍ درجې روزونکی شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، طاهر روفي تېرکال د پاکستان په کوربتوب د الف یا (ای) درجې روزنیز کورس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه، چې نن ورته د فوټبال اسیایي شورا د ښووونکي نادر عربي له خوا د ترټولو سترې (الف) درجې سند په کابل کې ډالۍ شو.

طاهر روفي، چې اوسمهال د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د (تخنیکي) برخې مسوول هم دی د هیواد په کچه یو مخکښ روزونکی هم شمیرل کیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، چې طاهررووفي د اسیا فوټبال شورا له خوا د لومړۍ درجې روزنې سند ترلاسه کړ او په دې سره د  افغانستان په کچه مخکښ روزونکی شو.

له طاهر رووفي وړاندې یواځې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او د فوټبال فدراسیون اوسنې فني مرستیال یوسف کارګر دغه سند په واک کې درلود.

ویل کیږي، چې د اسیا د لومړۍ درجې روزنیزکورس کې د بریالیتوب او سند اخیستلو وروسته طاهر رووفي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او دغه راز د نړیوالو فوټبال لوبډلو کوربتوب کولای شي.

 د اسیا په کچه د مخکښو فوټبال لوبې روزونکو له پاره د لومړۍ درجې روزنې سند ترلاسه کولو په موخه روزنیز کورس د تیر۲۰۱۵ م ز کال "می" میاشتې له لومړې نیټې څخه تر ۲۷ مې نیټې دوام وکړ.

یاد روزنیز کورس د فوټبال اسیایي شورا په نوښت او د پاکستان فوټبال فدراسیون په مرسته په لاهور ښار کې ترسره شو، چې په کې ګډون کوونکو عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړې.

د لومړۍ درجې روزنې سند ترلاسه کولو په موخه داسیا په روزنیز کورس کې طاهررووفي د افغانستان له خوا یواځینی ګډون کوونکې روزونکی وو.

دغه راز په کابل بیا د اسیا فوټبال فدراسیون د ښوونکي نادرعربي له خوا د هیواد د ۷ ولایتونو څخه غوره شویو ۱۹ روزونکو ته د  دویمې یا (بي) درجې روزونکو له پاره د ۳ اونیو کورس د سندونو په ویشلو سره پای ته ورسید.

د فوټبال اسیایي شورا ښوونکي نادر عربي رسنیوسره په خبرو کې وویل، د دې ترڅنګ یې چې د ۲۱ ورځو له پاره په افغانستان کې راتلونکی روزونکي وروزل ترڅنګ یې له افغانانو څخه هم ډير څه زده کړل او په خوښۍ سره خپل هیواد ته ستنیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام