افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په چوکاټ کې د روان کال درېیم پړاو په زړه پورې شل اوریزه ټورنمېنټ (شپږیزې) له پاره د ۶ واړو لوبډلو کپټانان اعلان کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې په درېیم پړاو شپږیزه ټورنمېنټ کې به د بند امیر ښاماران، د بوست ساتوونکي، د مس عینک اتلان، د سپین غر زمریان، د امو نهنګان او د کابل بازان لوبډلې ولوبېږي.
افغان کرکټ بورډ د بند امیر ښاماران لوبډلې له پاره د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپټان نبي عیسی خل، مس عینک اتلان لوبډلې له پاره پخوانی کپټان نوروزمنګل، سپین غر زمریان لوبډلې له پاره د پخواني کپټان حمید حسن پر ځای تکړه توپوهنکی شفیق الله شفق، د ټورنمېنټ نوې لوبډلې کابل بازان لوبډلې له پاره د ملي لوبډلې اوسنی کپټان اصغرستانکزی، د بوست ساتونکو لوبډلې له پاره د افغانستان او نړۍ غوره کرکټ لوبډلو له پاره لوبېدونکی تېزبالر شاه پورځدران او د امو نهنګان لوبډلې له پاره د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مرستیال کپټان جاوید احمدي، چې د زمبابوی سفر له پاره له ملي لوبډلې کېنول شوی د اعلان شویو ۶ لوبډلو د کپټانانو په توګه اعلان کړي دي.
افغان کرکټ بورډ زیاتوي، دا چې په سیالیو کې به د تېرو کلونو په پرتله یوه لوبډله زیاته ولوبېږي، نو د لوبو شمېر به هم ورسره زیات شي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، چې درېیم پړاو شپږیزه ټورنمېنټ به دا ځل په بېلابېلو رېنګونه کې تر سره شي او هم به په لوړ کیفیت کرکټ مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ د بېلابیلو لاملونو له کبله د درېیم پړاو شپږیزې ټورنمېنټ نېټه د تېرو کلونو په پرتله دوه میاشتې وروسته کړی، خو ژمنه کوي، چې سیالۍ به د دروان کال لړم میاشتې په ۱۱ مه نېټه په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې وشي.
د یادونې وړ ده، چې د دې وړاندې افغان کرکټ بورډ دا هم ویلي وو، چې د سیالیو لپاره به لوبډلې او لوبغاړي په شرکتونو او سوداګرو پلوري، خو تر اوسه د دې نوښت څرک هم نه لګېږي.
شپږیزه ټورنمېنټ په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان په کورني کرکټ چوکاټ کې پیل شو، چې په کې په لومړي ځل د حمید حسن په کپټانۍ کې سپین غربازان لوبډلې او تېر کال مس عینک اتلان لوبډلې د نوروز منګل په کپټانۍ کې د اتلولۍ جام ګټلی دی.





