
د المپیک نړیوالې شورا له پرېکړې وروسته د روسیې هېواد ۷۰ کسیزه ډله تېره ورځ له مسکو څخه په المپیک سیالیو کې د ګډون له پاره برازیل ته روانه شوه.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، برازیل په غوره شویو یو شمېر لوبغاړیو کې د هنډبال، لامبو، سوک وهنې، ولیبال او د مېز پر سر د ټینس لوبغاړي شامل دي.
دغو لوبغاړو له ولادي میرپوتین سره هم مخه ښه وکړه او له روانېدو مخکې یې په یو مذهبي پروګرام کې هم برخه واخیسته.
که څه هم د غیرقانوني درملو پر وړاندې د مبارزې ادارې غوښتل، چې د روسیي ټول لوبغاړي په المپیک سیالیو کې له بندیز سره مخ شي؛ خو المپیک نړیوالې شورا یوازې تورن لوبغاړي له بندیز سره مخ کړل.
د یادونې وړ ده، چې د برازیل په (ریو) المپیک سیالیو کې د روسیي لوبغاړیو د ګډون پرېکړه د ۲۸ المپیکي نړیوالو فدراسیونونو پرېکړې ته پاتې وه.
په روسیي ورزشي فدراسیونونو او لوبغاړیو تور و، چې نړیوالو سیالیو ته په تیاریو کې یې د حکومت په منظمه سرپرستۍ کې له غیرقانوني قوي درملو کار اخیستی و.

روسيې تمه لرله، چې د برازیل په (ریو) المپیک سیالیو کې به یې ۳۸۷ لوبغاړي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبې وکړي؛ خو تر اوسه یې تر ۱۰۰ پورې لوبغاړي له بندیز سره مخ شوي دي.
دغه راز ویل کېږي، چې له روسیې ورزشي ډلې څخه چې کوم ۶۸ لوبغاړي د روان کال په المپیک سیالیو کې له بندیز سره مخ شوي دي ۶۷ یې د یاد هېواد د (اټلاټیک) لوبډلې دي.
د راپور له مخې، د نړۍ بېلابېلو ورزشي فدراسیونو تر اوسه د خپل فدراسیون اړونده ټولو روسيې لوبغاړیو ته د لوبېدو اجازه ورکړي، ځېنو یې نیمایي لوبېدو ته غوره کړي، ځېنو یې ټول روسي لوبغاړي له بندیز سره مخ کړي او ځېنو نورو فدراسیونونو بیا په (ریو) المپیک سیالیو کې لاهم تر اوسه د روسیې لوبغاړیو ده لوبېدو یا نه لوبېدو پرېکړه نه ده کړې.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر بیا برازیل ته د رخصتولو مخکې له روسيې ورزشي ډلې سره د لیدنې پر مهال تور لګولی و، چې په المپیک سیالیو کې د روسیې لوبغاړیو د بندیز له پاره په لوی لاس کمپاین شوی وو.
د ښاغلي پوټین پر وینا، د روسیې تکړه او مخکښو لوبغاړیو په نه شتوالي کې به ځېنې مډالونه د نورو هېوادونو ګټوونکیو لوبغاړیو ته بې ارزښته وي.





