د افغانستان فوټبال فدراسیون پلان لري ترڅو په کابل کې د هندوستان فوټبال ملي لوبډلې سره د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي کاظمي سلام وطندار ته وویل، پلان شوی دوستانه فوټبال سیالۍ به د افغانستان او هندوستان حکومتونو او امنیتي ارګانونو د تایید وروسته د نوروز په ورځو کې په کابل کې د شپې له خوا ترسره شي.
کاظمي وویل، د هندوستان فوټبال فدراسیون د دوی بلنلیک منلی دی او اوسمهال د افغانستان فوټبال فدراسیون د افغانستان د امنیتي ارګانونو د مثبت ځواب انتظار کوي.
که د دې فوټبال لوبې اجازه ورکړل شي، نو دا به د څه باندې نیمی پیړۍ وروسته لومړی ځل وي، چې د هندوستان فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ له پاره کابل ته راځي.

د هندوستان فوټبال ملي لوبډله وه، چې نه یواځې یې له افغانستان سره د فوټبال نړېواله سیالۍ ترسره کړه ترڅنګ یې لومړۍ لوبډله وه، چې د سیالۍ له پاره د ۱۹۴۱ م میلادي کال اګست میاشتې په ۲۳ مه نیټه د نړېوالې دوستانه سیالۍ له پاره کابل ته راغلې وه.
هغه مهال لومړۍ تاریخي سیالۍ کې هندۍ لوبډلې افغان فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ د ۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړې وه.
د کال ۱۹۴۱ میلادي کال راهیسي د افغانستان او هندوستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ټولټال ۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوي، چې ۷ هندوستان ګټلي، ۱ لوبه برابره شوې، خو د ۲۰۱۳ میلادي کال سویلي اسیا فوټبال جام (فاینل) لوبه کې بیا افغانستان یواځینۍ لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړې ده.
کاظمي زیاته کړه، سیالۍ دوستانه ده، چې د نوي لمریز کال د هرکلي او د افغانستان او هندوستان د ملګرتیا ښودلو په موخه پلان شوې ده.







