افغانستان له نړیوال جام اتلې ویسټ انډيز سره د لوبېدو خبر ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي نسیم الله دانش په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې له ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره د نړیوالو سیالیو ترسره کولو خبر ورکړ.

د نوموړي پر وینا له یاد هیواد کرکټ بورډ سره د ۵ نړیوالو یو ورځنیو او ۲ شل اوریزه لوبو ترسره کولو هوکړې ته رسیدلي دي.

د دانش پر وینا، د سیالیو د کوربه هیواد او مهالویش په اړه تراوسه پریکړه نه ده شوې او ډیر ژر به دغې هوکړې ته هم ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې ویسټ انډيز اوسمهال د ۲۰۱۶ م ز کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د اتلولۍ جام له ځان سره لري.

دغه راز ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په کوربتوب له ۲۰۱۷ م ز کال (چمپینزټرافي) سیالیو څخه هم پاتې شوې ده، چې ځای یې بنګله دیشۍ لوبډلې نیولې دی.

ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د کرکټ نړیوالی شورا په یو ورځنیو لوبو نړیواله درجه بندۍ کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه ۱ درجه وړاندې ۹ م مقام له ځان سره لري.

دا به له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وروسته دویم ځل وي، چې افغان کرکټ بورډ له یوې ټیسټ غړیتوب لرونکې لوبډلې سره د لوبو لړۍ برابروي.

تراوسه افغانستان له ۳ بشپړ غړیتوب لرونکو کرکټ ملي لوبډلو پاکستان، اسټرالیا او زمبابوې سره دوه اړخیزه کرکټ سیالۍ ترسره کړي دي.

له ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبو اعلان هغه زیری وو، چې افغان کرکټ بورډ یې له پخوا ژمنه کړې وه او کرکټ مینه وال ورته هم له ډیر پخوا څخه په انتظار و.

کرکټ بورډ ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د یوه تاریخي سیریز اعلان په داسې  حال کې کوي، چې ټاکل شوې ده سبا کابل کی د اوسنۍ ادارې مخې ته ددې ادارې د چارواکو خلاف لاریون هم وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام