نړۍوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

افغان کرېکټ بورډ دانګلستان په کوربه‌توب ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز کرکټ نړۍوال جام ته خپله وروستۍ ۱۵ کسیزه لوبډله نن د خپل ویب‌سایټ له لارې اعلان کړه.

ملي لوبډلې ته د څو ورځو خپګان وروسته له دندې ګوښه کړای شوی پخوانی کېپټان اصغر افغان او له ټپونو نسبتاً روغ شوی تېز بالر حمید حسن هم له نږدې ۲ کلن انتظار وروسته بېرته ملي لوبډلې ته راستون شوي‌دي.

دغه راز د عثمان غني پر ځای د درېیم اوپنر په توګه نورعلي ځدران ته چانس ورکړل شوی؛ خو شفیق‌الله شفق بیا د لومړي ځل له‌پاره نړۍوال جام ته په افغان لوبډله کې ځای له لاسه ورکړی‌دی.

په ۲۰۱۵ کال نړۍوال جام کې د افغانستان مخکښ تېز بالر شاپور ځدران بیا له ملي لوبډلې پاتې شوی دی او د ځوانانو دروېش رسولي او قیس احمد هم په وروستۍ لوبډله کې نه‌دي اخېستل شوي.

اصغر افغان هم د نوي ګومارل شوي کېپټان ګلبدین نایب په کېپټانۍ کې لوبېدلو ته زړه ښه کړ؛ خو د هغه ورور ال‌راونډر کریم جنت د تېز بالر سید شېرزاد او وېکټ ساتونکي اکرام علي‌خېل تر څنګ په احتیاطي لوبغاړیو کې اخېستل شوی دی.

د کپټان ګلبدین نایب تر څنګ په نورو لوبغاړیو کې حضرت‌الله ځاځی، شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، رحمت‌شاه زرمتی، حشمت‌الله شهیدي، اصغر افغان، سمیع‌الله شینواری، نبي عیسی‌خېل، راشدخان ارمان، مجیب ځدران، نجیب ځدران، افتاب عالم، حمید حسن او دولت ځدران شامل دي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي په‌دې خوښي ښودلې چې باتجره تېز بالر حمید حسن بېرته کرېکټ ملي لوبډلې ته راستون شوی؛ خو یادونه یې کړې چې په راتلونکیو تمریني سیالیو کې به د هغه (فارم او فټنس) ښه وڅارل شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړې‌، دوی پوهېږي چې نړۍوال جام کې به پیاوړې لوبډلې وي؛ خو د وروستیو ۶ میاشتو چمتووالي ته په کتو به افغان کرېکټ ملي لوبډله نړۍوال جام کې ښه کرېکټ ځکه وکړي چې دوی فټنس، تجربې، د لوبډلې توازن، د لوبغاړیو اوسنیو لوبو او د انګلستان اب هوا ته په کتو غوره لوبډله ټاکلې ده.

د انګلستان او ویلز هېوادونو په کوربه‌توب ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې می میاشتې په ۳۰مه نېټه د کرېکټ نړۍ د ۱۰ غورو لوبډلو په شمول پیلېږي.

افغانستان له ۲۰۱۵ کال وروسته د دویم ځل له‌پاره په نړۍوال جام کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړی‌ چې د ټولو ۹ لوبډلو په شمول به د پاکستان او انګلستان خلاف له ۲ تمریني لوبو وروسته لومړۍ رسمي سیالۍ د جون په لومړۍ نېټه په (بریسټول) لوبغالي کې له دفاعي اتلې اسټرالوۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د روانې (اپریل) په ۲۹مه د سویلي افریقا له تمریناتي کمپ څخه هېواد ته راستنېږي او بیا به نړۍوال جام کې له ګډونه مخکې د سکاټلنډ او ایرلنډ خلاف د دوه ـ دوه ۵۰ اوریزو لوبو له‌پاره دې هېوادونو ته په سفر ولاړه شي.

ورته مطالب:

افغانستان له ایرلنډ نه د کرېکټ بله لوبه وګټله

افغانستان په کرېکټ کې له پاکستانه مخکې شو

افغانستان له ایرلینډه د کرېکټ درېیم جام هم وګټلو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام