
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي نبي عیسی خېل د کرکټ په ډګر کی یو بل لوبغاړی هم شاته پرېښود.
مشهور ال راونډر محمد نبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا په نوي اعلان کړي ۲۰ اوریزو لوبو (ال راونډرانو) درجه بندۍ کې له ۵ م مقام څخه را وړاندې شو او ۴ م مقام یې ترلاسه کړ.
په دې سره افغان لوبغاړي اوس مهال له سریلانکایي میتیوس، ویسټ انډيزي ډیون براوو، ویسټ انډيزي مارلون سیمویلز او سویلي افریقایي ډي پي ډومني څخه مخکې دی.
دغه راز د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي سمیع الله شینواری هم د ۱۰ غوره شل اوریزو لوبو د ال راونډرانو په ډله کې شامل شوی دی.
دواړیو افغان لوبغاړیو ته د روان کال هندوستان په کوربتوب ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان پر خلاف د ښه ځلېدلو له کبله مخکیوالی ورکړل شوی دی.
همدارنګه نبي عیسی خېل بیا د ۵۰ اوریزو لوبو په غوره ال راونډرانو کې د افغانستان او دویمې درجې هېوادونو څخه لومړی او یوازینی لوبغاړی دی، چې د ۱۰ غورو لوبغاړیو په ډله کې ۵م مقام لري.

دغه راز د شل اوریزو لوبو په لسو غورو توپ وهونکیو کې بیا یواځې یو افغان لوبغاړی محمد شهزاد دی، چې ۹ م مقام کې دی.
د شل اوریزو لوبو په لسو غورو بالرانو کې هم د افغانستان او دویمې درجې څخه یوازې یو لوبغاړی نبي عیسی خېل شامل دی، چې ۱۰ م مقام لري.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو په غورو ال راونډرانو ډله کې لومړی مقام اسټرالوي ګلین مکسویل سره دی.
دغه راز له نبي عیسی خېل څخه اوس مهال په دې درجه بندۍ کې بنګله دېشی شکېب الحسن او پاکستانی شاهد افریدی هم مخکې دی.
د نړۍ په ۱۰ غوره ال راونډرانو ډله کې د دوو افغان لوبغاړیو ترڅنګ بل یوازینی د دویمې درجې هېواد لوبغاړی هالینډی پیټربورن دی، چې ۹ م مقام کې ځای لري.





