د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې هرڅوک د معیار په پوره کولو سره د افغانستان په فوټبال ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ترلاسه کولی شي.
د فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په اروپا، اسټرالیا، امریکا او کاناډا کې میشت افغان مسلکي فوټبالران کولی شي د افغانستان له پاره دلوبیدو خوب ریښتیا کړي.
فوټبال فدراسیون زیاتوي افغان لوبغاړي چې غواړي په افغان فوټبال ملي لوبډلې ته په ټاکنیز پړاو کې شامل شي باید د اروپا په اماتور لومړي لیګ، د اسټرالیا په لومړي یا دویم لیګ او کم تر کمه د امریکا او کاناډا په پوهنتون لیګ سیالیو کې لوبېدلي وي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه کې کاږل شوي، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د غوره لوبغاړو پیدا کولو په موخه په همدې موخه د روانې جولای میاشتې په ۲۰ مه نیټه د المان په فرانکفورټ کې یو ټاکنیز او روزنیزکمپ کې ترسره کړي.
فوټبال فدراسیون له بهرمیشته مسلکي افغان فوټبالرانو غوښتي، چې په دې موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سره د مل مرستیال روزونکي علي عسکري لعلي سره اړیکې ونیسي.
دغه راز ویل شوي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي المانې سلوان سکلیزیچ هم د ایران میشتو افغان فوټبالرانو د سیالیو څارلو وروسته په ۵ ورځني سفرکابل ته راغلې دې.
ویل کیږي، چې سکلیزیچ به دافغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته د جاپان خلاف د نړېوالې سیالۍ وړاندې د تمریني سیالیو او دغه راز د المان تمریني کمپ په اړه له افغان فوټبال فدراسیون له چارواکو سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه به افغانستان د اسیا ټاکنیزپړاو درېیمه لوبه د روان کال سبټمبرمیاشتې په ۸ مه نیټه له جاپان فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.





