تاج ملوک : د پخوانیو کرکټ لوبغاړو د ګوښه کیدو وخت لاندې راغلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او د اوسني کرکټ بورډ تخنیکي سلاکار تاج ملوک عالم په یو شمیر کرکټ مینه والو او د ټولنیزو رسنیو په یو شمیر لیکونو خوله خلاصه کړې ده.

عالم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، اوسمهال هرچا له ځانه د کرکټ ماهرین جوړ کړي چې لوبډلې، چې ادارې او یو شمیر لوبغاړو پسې بدرد وایي.

د تخنیکي چارو سلاکار ویلي دي، چې دوی په افغانستان کې کرکټ پخپله خوښه پیل کړي دي او پخپله خوښه به یې پاي ته رسوي.

د تاج ملوک عالم په وینا کوم افغان کرکټ لوبغاړو، چې د افغانستان کرکټ له نشت څخه دغه مقام ته رارسولي دي هغوی به په ډير عزت سره پخپله له نړېوال کرکټ سره مخه ښه کوي، خو اوسمهال دوی د کرکټ پریښودو وخت لاندې راغلي.

د نوموړي په وینا، چې څرنګه محمد نبي عیسی خېل د یو شمیر انتقاد کوونکو خولې په سلیزه ور بندې کړې دغسې به د نوموړي ورور کریم صادق په شمول نوروز منګل، اصغرستانکزی او یو شمیر نور لوبغاړي هم په خپلو ښکلو لوبو انتقاد کوونکو ته ځوابونه ورکړي.

تاج ملوک عالم زیاته کړې ده، چې دافغانستان کرکټ بورډ اوسنۍ اداره په خورا شفافیت او ایماندارۍ سره مخ په وړاندې روانه ده.

د نوموړي په وینا، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش ، اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزې او ملګري یې د هیواد د کرکټ د پرمختګ له پاره شپه او کار کار کوي.

عالم ویلي که کومه ورځ پوه شي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اوسنۍ اداره کې پورته معیارونه شتون ونه لري نو یوه ورځ به هم ورسره کار ونه کړي.

د یادونې وړ ده، چې تاج ملوک عالم د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د زمبابوی سفرمسوول په توګه لیږل شوی دی.

عالم زیاته کړې، چې د زمبابوی الف لوبډلې خلاف یې هم سیریز ګټلی او د زمبابوی خلاف لاهم د ځان ښودلو او بریاوو ترلاسه کولو له پاره ډیرې لوبې په لاس کې لري.

د تاج ملوک وايي، هیله یې داده چې ټول افغانان د افغانستان د کرکټ او کرکټ لوبډلې او لوبغاړو تشویق او ملاتړ وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام