.jpg)
نن د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د ۱۵ کلنو فوټبال جام لومړی پړاو سیالۍ په تاجکستان کې پیلېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چې د افغانستان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله پهدې سیالیو کې د لوبېدو په موخه له پوره تیاریو سره کوربه هېواد تاجکستان ته رسېدلې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به نن شپه د افغانستان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله له کوربه تاجکستانۍ ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
.jpg)
د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې د دواړو افغانستان او تاجکستان ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا لومړۍ سیالۍ به د کابل په وخت ۸ نیمې بجې د تاجکستان په حصار ښار فوټبال لوبغالي کې وشي.
پهدې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا زون غړي هېوادونو تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې برخه لري؛ خو ایران پهدې سیالیو کې د نه لوبېدو پرېکړه کړېده.
دې لوبو کې به لوبډلې په لیګ بڼه لوبې وکړي، چې به په افغانستان کې سبا مازیګر ۵ نیمې بجې خپله دویمه لوبه له قرغزستان، درېیمه لوبه جمعه مازیګر ۵ نیمې بجی له ترکمنستان او وروستۍ لیګ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ مازیګر ۵ نیمې بجې د ازبکستان له ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
.jpg)
د افغانستان د ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې روزونکي سیدهادي کاظمي د لوبډلې د تیاریو ډاډ ورکړی، چې ښه به ځلېږي.
نوموړي دغه راز له افغان مینهوالو غوښتي چی افغان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډلې پهدی سیالیو کې د ښه ځلېدو په موخه پهخپلو دعاګانو کې یاده وساتي.
د مرکزي اسیا ۱۵ کلنو لوبډلو په لومړي پړاو فوټبال ټورنمېنټ کې د افغانستان ۳ لوبڅاران نړیوال لوبڅار حلیماقا شېرزاد، یاسین رحماني او شفیق الله پهدې سیالیو کې د لوبڅارۍ دندې لهپاره غوره شويدي.
د یادونې وړ ده، چې زیات شمېر افغانان اوسمهال په تاجکستان کې ژوند کوي، چې د دې سیالیو پر مهال د افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ښه تشویق او هڅونې تمه ترې کېږي.





