
د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ په کوربتوب ۱۲ پړاو ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سیالیو لهپاره د نیپیر تمریني سفر په درېیمې پرله پسې بریا سره پاې ته ورسولو.
افغان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې په ۴مه سیالۍ کې نن د «سینټرل ډیسټریکټ» لوبډله د ۱۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړه او دغه تمریني لړۍ یې ۳ د ۰ بریا په وړاندې د «سینټرل ډیسټریکټ» لوبډلې خلاف وګاټه.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، د افغان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې راتلونکی تم ځای د نیوزیلینډ هېواد بل ښار «کرایسټ چرچ» دی چېرته چې به ۲ رسمي تمریني سیالۍ د بنګله دېش او نمیبیا خلاف ترسره کړي.
په نننۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې افغان کپتان نوین الحق د پچې ګټلو وروسته خپل لوبغاړي د منډو لهپاره میدان ته ښکته کړل چې ابراهیم ځدران یوازې په ۵ منډو وسوځېد.
ورپسې د رحمان ګربز د ۳۷ منډو وروسته بهیر محبوب د روان سفر بله نیمه سلیزه پوره کړه، چې ورسره ویکټ ساتوونکي اکرام علي خېل هم د ایشیا کپ پای لوبې په څېر اوږده لوبه وکړه او ۸۵ منډې یې جوړې کړي.
د دواړو لوبغاړو د نیمه سلیزو په مټ افغان لوبډلې په ټاکل شویو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۸ منډې جوړې کړې په ځواب کې یې کوربه لوبډلې د لوډیک د سلیزې سره سره په ټولو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په ۲۵۰ منډو وتوانېده او ماتې ته تسلیم شوه.

د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې په ګټه په بالینګ کې نوین الحق، یوسف ځاځي او قیس احمد دوه دوه خو ظاهر پکتین بیا یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د نیپیر په تمریني سفر کې د سنټرل ډیسټریکټ لوبډلې خلاف افغان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه چې د باران ښکاره وه د بهیر محبوب د سلیزې ۱۰۵ ناسوځېدلو منډو په مټ د ۵ منډو په توپیر او د نننۍ بریا وړاندې دویمه لوبه د بهیر محبوب د ۹۸ منډو په مټ د ۴ وېکټو په مټ ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې د نیپر په تمریني سفر کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ۳ لوبې ترسره کړې چې په ټولو کې یې بریاوې خپلې کړې او بې له ماتې به د روانې جنورۍ میاشتې په ۸مه او ۱۰مه نېټه د بنګله دېش او نمیبیا ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلو خلاف په «کرایسټ چرچ» کې د لوبو ډګر ته ووځي.
د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې لهپاره د «سنټرل ډیسټریکټ» لوبډلې خلاف په ۳ سیالیو کې بهیر محبوب په ټولټال ۲۶۱ منډو مخکښ بیټسمین و.
ټاکل شوې ده د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به د سږکال ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په «ډي» ګروپ کې له پاکستان، دویمه د جنورۍ په ۱۷مه نېټه له سرېلانکا او وروستۍ لیګ لوبه د جنورۍ په ۲۰مه نېټه له ایرلینډۍ ۱۹ کلنې کېکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.





