د افغانستان په کرکټ بورډ کې د انضباط کمېټې یو غړي پخواني لوبغاړي رییس احمدزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، لوبغاړي کولای شي په ۲ ورکړل شويو ورځو کې د انضباط کمېټې پرېکړه چېلېنج او یا د رحم غوښتنه وکړي، چې د اوسني بندیز د کمېدو او په نغدي جریمې د بدلېدو امکان یې موجود دی.
د احمدزي پروینا، د دوی کمېټه د اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې د لوبغاړو خلاف په خپلو پرېکړو کې د کرکټ بورډ د چیرمین عاطف مشعل پوره ملاتړ له ځان سره لري؛ د لوبغاړو نوم ته نه، بلکې قوانینو ته ارزښت ورکول کېږي.
کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې ۲ لوبغاړي بېټسمین نجیب ترکی او ال راونډر افتاب عالم د څلورم پړاو میلیون جام کرکټ سیالیو پرمهال د کرکټ اصولو څخه د سرغړونې له کبله په کور کېنول.
د بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې انضباط کمېټې دواړو لوبغاړو ته د لس میاشتو او څلورو میاشتو بندیز واورولو.
د دې کمېټې د پرېکړې له مخی، نجیب ترکی د ۱۰ میاشتو کورني او نړیوال کرکټ بندیز ترڅنګ د کرکټ بورډ له خوا له هر قسم امتیازاتو هم بې برخې وي.
.jpg)
نجیب ترکی د څلورم پړاو میلیون جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې د سپین غر سنرایزرز لوبډلې لوبغاړی فرید ملک له لفظي شخړې وروسته په بیټ ووهلو.
دغه راز افتاب عالم به هم له ۴ میاشتو کورني او نړیوال کرکټ بندیز او د کرکټ بورډ له ټولو امتیازاتو بې برخې وي، چې لوبڅار سره یې ناسم چلند کړی و او خپل هېلمټ یې په ځمکه ویشتی و.
همدارنګه د انضباط کمېټې د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې په پخواني کپتان نورالحق ملکزي هم د ۲ میاشتو کورني کرکټ بندیز ولګولو.
د کرکټ ملي لوبډلې دواړه لوبغاړي نجیب ترکی او افتاب عالم په داسې حال کې له کرکټ بندیز سره مخ کېږي، چې اوسمهال د ناقانونه قوي درملو د کارولو له کبله د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په موقتي توګه د کورني او نړیوال کرکټ بندیز سره مخ دی.
ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د ویسټ انډيز خلاف د شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو لهپاره دې هېواد ته سفر وکړي.
په دې سیالیو کې نجیب ترکی او شهزاد محمدي د ۲۰ اوریزه لوبډلې لومړني لوبغاړي وو؛ خو د دواړو په نه شتون کې به غوراوي کمېټې لهپاره د ځای ناستو پیداکول غټ چېلېنج وي.





