.jpg)
د افغانستان د «پارا المپیک» لامبو وهنې فدراسیون لوبغاړي عباس کریمي د مکسیکو په کوربتوب د «پارا المپیک» لامبو وهنې سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون وایي، عباس کریمي د امریکا په کوربتوب د «کولوراډ» ایالت په ټاکنیزپړاو سیالیو کې ښه وځلېد او د اتلولۍ په ګټلو سره به اوس د مکسیکو په نړیوالو «پارا المپیک» لامبو وهنې سیالیو کې ولوبېږي.
عباس کریمي چې دواړه لاسونه نهلري د ۵۰ متره لامبو وهنې ټاکنیزو سیالیو کې یې اتلولي وګټله او د مکسیو په کوربتوب د معلولیت لرونکیو لوبغاړیو سږنیو سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون مشرسید احسان الله طاهري وایي، دا لومړی ځل دی، چې یو افغان لوبغاړی د معلولیت لرونکیو وګړیو پارا المپیک لامبو وهنې سیالیو ته لاره پیدا کوي.
.jpg)
نوموړي د معلول لامبو وهونکي عباس کریمي دغه کارنامه د افغانستان ولس او د ده کورنۍ ته مبارکي وویله.
د لامبو وهنې فدراسیون مشر وویل، معلولیت د عباس کریمي پر وړاندې هېڅ خنډ نه و، ځکه خو یې د افغانستان او سیمې په کچه په خپل زحمت او ځانګړي سبک سره افغانستان ته د دغو سیالیو څخه ۱ د سروزرو او ۲ د سپینو زرو مډالونه وګټل او د مکسیکو سیالیو ته یې لاره پیدا کړی شوه.
ښاغلي طاهري زیاته کړه، ټاکل شوېده د افغانستان لامبو وهنې ملي لوبډله دغو سیالیو ته د تیاریو په موخه په هنګري کې تمرینات کړي، چې ورسره د ایرانۍ لامبو وهنې ملي لوبډلې روزونکي عباس كشتكار په افتخاري توګه د روزنې ټټر وهلی دی.
.jpg)
۱۸ کلن عباس کریمي د دواړو لاسونه پرته زېږیدلی و، چې په خپلو خواریو یې په ۲۰۱۳ کال کې د ترکیې د پارا المپیک لامبو وهنې سیالیو نه افغانستان ته لومړې مقام او د سرو زرو مډال راوړ.
عباس کریمي له تېرو ۶ میاشتو راهیسې په امریکا کې و، چې د امریکا په کوربتوب ټاکنیزو سیالیو او د مکسیکو سیالیو ته یې د لارموندنې په موخه له امریکایي مایک او د هغه له ډلې سره په تمریناتو بوخت و، چې اخر هم په خپلو هڅو او هدف کې بریالی راووت.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون ۳ کاله مخکې جوړ شو، چې اوسمهال د مرکزي اسیا لامبو وهنې فدراسیون غړیتوب لري او لوبغاړیو یې تېره میاشت د ازربایجان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو په ۴م پړاو سیالیو کې هم ښې لوبې وکړې.





