افغان کرکټ؛ په نړېوال جام کې له سکاټلینډ او انګلستان وړاندې شو

افغان  کرکټ ملي لوبډلې په نړېوال جام سياليو کې د بنګله ديش څخه د ماتې خوړلو سره سره دوه ټیمونه شاته کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې تاریخ جوړ کړ او د لومړي ځل لپاره یی د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب په دې سیالیو کی برخه واخیسته.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه افغانستان له بنګله دیش سره ترسره کړه، چې پکې افغانستان په ۱۰۵ منډو ماتې وخوړه، خو لاهم باید پنځه نورې لوبې ترسره کړي.

د بنګله دیش خلاف د لومړۍ ماتې سره سره افغانستان په خپل (الف) ګروپ کې د انګلستان او سکاټلینډ په څیر لوبډلو څخه وړاندې دی.

درې واړو افغانستان، سکاټلینډ او انګلستان د روان نړېوال جام سیالیو په ترڅ کې اسټرالیا، نیوزیلینډ او بنګله دیش ته ماتې خوړلې دي.

د وروستیو ورکړل شویو معلوماتو له مخې افغانستان د ماتې سره سره د نیوزیلینډ، اسټرالیا، بنګله دیش او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو څخه وروسته په خپل ګروپ کې د ګډون کوونکو ۷ لوبډلو په کتار کې پنځم مقام نیولی دی.

داچې سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډلې نیوزیلینډ ته په لومړۍ سیالۍ کې ماتې خوړلې، خو بیا هم یادې لوبډلې د افغانستان د ماتې په پرتله د نیوزیلینډ خلاف ښه لوبه ترسره کړې او له افغانستان څخه وړاندې څلورم مقام یې خپل کړی دی.

د افغانستان په پرتله انګلستان او سکاټلینډ د خپلو سیالانو په وړاندې سترې ماتې خوړلي او ښې لوبې یې نه دي ترسره کړي له همدې امله له افغانستان کرکټ ملي لوبدلې څخه وروسته دي.

ټاکل شوې ده، په روانو سیالیو کې د مخکیوالي لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپله راتلونکي سیالۍ کې د راتلونکي یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار دوې نیمې بجې په زړه زخمي سریلانکایۍ لوبډلې خلاف په نیوزیلینډ کې د لوبې ډګر ته ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام