.jpg)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر اصغرستانکزي په ګډون د صحرا ټورنېمنټ ګډونوالو لوبډلمشرانو د دغه ټورنېمنټ د اتلولۍ ګټلو ټټر ووهلو.
د افغان لوبډلمشر اصغرستانکزي په شمول ۸ واړه لوبډلمشران د عربي اماراتو په (دوبۍ) کرکټ نړیوال لوبغالي کی یوه رسنیزه غونډه کې راښکاره شول.
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان کپتان اصغرستانکزي وویل، د نړۍ د بهترینو ۸ دویمه درجه کرکټ لوبډلو له پاره دغه ټورنېمنټ د وړوکي نړیوال جام بڼه لري.
د نوموړي پر وینا، د صحرا ټورنېمنټ لوبې او اتلولي ګټل د هرې لوبډلې له پاره مهم دي او په یوه ویډیو پیغام کې یې له خپلو مینه والو وغوښتل چې د لوبډلې د ملاتړ او تشویق له پاره لوبغالو ته ورشي.
ستانکزي له عربي اماراتو کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) نه مننه وکړه، چې په نړیوالو سیالیو کې له کمښت سره مخ د دویمه درجه هېوادونو له پاره یې د صحرا ټورنمېنټ سیالۍ برابرې کړې.
افغان لوبډلمشر وغوښتل، چې هر کال باید دغه ډول سیالۍ نه یوازې په ۲۰ اوریزو لوبو کې وي؛ بلکې به ۵۰ اوریز ډول دوام وکړي.
.jpg)
دغه راز د نورو لوبډلو لوبډلمشرانو هم د صحرا ۲۰ اوریزه کرکټ ټورنېمنټ د کرکټ او دویمه درجه کرکټ لوبډلو له پاره یو ښه نوښت وګڼلو.
د ګډونوالو لوبډل لوبډلمشرانو د خپل چمټوالي ډاډ ورکړ او هر یو د اتلولۍ د ګټلو او روان ۲۰۱۷ کال کې یې د ښه کرکټ پیلولو ټټر ووهلو.
ټاکل شوې ده، د عربي اماراتو په کوربتوب د صحرا لومړی پړاو ۲۰ اوریز کرکټ ټورنېمنټ د راتلونکې شنبې پر ورځ په ۲ سیالیو پیل شي.
د ورکړل شوي مهالوېش له مخې، به د لومړۍ ورځې لومړۍ لوبه کې سکاټلینډ له هانکانګ سره او په دویمه لوبه کې به ماښام ۷ نیمې بجې افغانستان له سرسختې سیالې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د عربي اماراتو په کوربتوب (صحرا) ټورنمېنټ کې به د افغانستان ترڅنګ ایرلینډ، عربي امارات، نمیبیا، سکاټلینډ، هالینډ، هانګ کانګ او عمان لوبډلې ګډون ولري، چې د ابوظبۍ او دوبۍ په کرکټ نړیوالو لوبغالو کې به د ۷ ورځو له پاره د اتلولۍ ګټلو په موخه سیالۍ وکړي.





